د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

پاکستان: امریکا دې د ماتې خوړونکي په توګه نه، دوست په توګه دې له افغانستانه ووځي


د پاکستان پوځ وايي، له طالبانو سره د امریکا د سولې له خبرو ملاتړ کوي خو په عین حال کې له واشنګټنه غواړي چې د یوه ماتې خوړونکي په توګه نه، بلکه د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور وايي، امریکا له اسلام‌ابادهغواړي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په مسئله کې ورسره همکاري وکړو.

اصف غفور نن په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل، پاکستان له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوي او څه چې اسلام‎اباد کولی شي ترسره به يې کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند په عین حال کې له امریکا وغوښتل چې د یوه ماتې خوړونکي په توګه نه بلکې د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور

د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد په اسلام‎اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.

له خلیل‌زاد سره په کتنه کې د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د دې هېواد ځواکمن پوځ يې تر شاه دی، له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې له خبرو ملاتړ څرګند کړی خو د اسوشیټېډ پرېس اژانس په وینا عمران خان دا ژمنه ونه کړه چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، امریکا له ډېرې مودې راهیسې له پاکستانه غواړي چې هغه طالبان مشران د خبرو اترو میز ته کښینوي چې د امریکا په وینا په پاکستان کې مېشت دي.

خو پاکستان تل دا رد کړې ده چې ګواکې له افغان طالبانو ملاتړ کوي او یا يې مشران د دې هېواد په خاوره کې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له امریکايي رسنیو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې هیله ښودلې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو مخکې افغان حکومت او طالبان د سولې موافقه وکړي.

زلمي خلیلزاد نن په کابل کې له افغانستان مشرانو سره خبري کړي دي.

نوموړی له کابله مسکو ته تللی دی او ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې متحده عربي اماراتو، بلجیم او ترکمنستان ته هم سفر وکړي.

ښاغلي خلیلزاد تر اوسه پورې درې ځله په قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG