د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د انتخاباتو کمېسیون د کابل رأیو د باطلېدو په اړه پرېکړه د رد ترڅنګ سیاسي وبلله


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل رأیو د باطلېدو په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پرېکړه د رد ترڅنګ سیاسي وبلله.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له‌خوا د پلازمېنې کابل رأیو د باطلېدو له اعلانه څو ساعته وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یوې خبري ناستې له لارې د شکایتونو د کمېسیون پرېکړه بې بنسټه وبلله.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د کابل رأیو د برخلیک په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون دا ډول پرېکړه غیرقانوني او سیاسي ده.

دا اعلامیه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د یوه کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي له‌خوا ولوستل شوه په یوه برخه کې يي راغلي:

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

"د انتخاباتو خپلواک کميسیون په‌دې باور دی چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه سیاسي، احساساتي او غیر واقعي ده چې قانوني بنسټ نه‌لري، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا بې بنسټه، سیاسي او غیرقانوني پرېکړه ردوي او هغه د کابل د خلکو د پاکو رأیو پر وړاندې یوه معامله بولي."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ په‌دې خبري ناسته کې وویل، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د رأیو د باطلېدو په اړه پرېکړه له دوی سره له هر ډول مشورې پرته اعلان کړې ده.

ښاغلي صیاد وویل، د پلازمېنې کابل د رأیو په اړه دا پرېکړه داسې مهال شوې چې لا د دغه ولایت رأيې د شمېرلو په حال کې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تردې دمه د شلو ولایتونو لومړني نتیجې اعلان کړي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پنجشنبې ورځې له غرمې مخکې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د درغلیو او انتخاباتي تخلفاتو او جرایمو وروسته د کابل رايي باطلې اعلان کړې او ويې ویل چې د قانون له مخې کمېسیون مکلف دی چې په کابل کې بیا انتخابات تر سره کړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وویل، د کابل د رایو د باطلېدو ترڅنګ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء رئيس احمد شاه زمان زی، د کابل د انتخاباتي چارو پخوانی رئیس اول الرحمن رودوال، د دغه کمېسیون د ساحوي عملیاتو رئيس زمری قلمیار، د عملیاتي چارو مسوول عبدالعزیز صمیم او د معلوماتي تکنالوژۍ رئيس ابراهیم سادات له دندو لېرې شوي او له څېړنو وروسته به یې نتایج اعلان شي.

کمېسیون وايي، دغه تصمیم وروستی او نه بدلیدونکی دی.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل د رأیو د باطلېدو په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون تصمیم په اسنادو او مدارکو برابر نه ګڼي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې دغه تصمیم د مستندو اسنادو او قانوني او حقوقي مدارکو په اساس نیول شوی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د څرګندونو په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نوی نظر ولري، خو بریالی نه شوه.

خو د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ مخکې له غرمې د خپل کمېسیون د تصمیم په اړه په واضح ډول وویل:

"د انتخاباتو قانون د دوهمې او پنځمې مادې د دوهم بند د احکامو د پلي کېدو په منظور، د انتخاباتو قانون ۹۴مې مادې د پنځمې فقرې پر اساس او د اسنادو، مدارکو او دلایلو په پام کې نیولو سره او د یادو دلایلو له مستند کېدو وروسته د ۱۳۹۷ کال د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې د کابل انتخاباتي حوزې انتخابات باطل دي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له‌خوا له دندو څخه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړیو په لېرې کولو انتقاد کوي وايي، دغه کار د قانون له مخې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون صلاحیت دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تاکید کوي چې ښکېل صلاحیت لرونکی ارګانونه دې د هېواد مسئلې په پام کې ونیسي او له ملي پروسي سره دې لوبې نه کوي.

راپور: یوسف ځدران

XS
SM
MD
LG