د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۰۴

په کابل ښار کې لسګونه معتادین را ټول او د درملنې مرکز ته انتقال شول


د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه لسګونه معتادین را ټول او د درملنې مرکز ته انتقال شول.

د معتادینو راټولولو پروګرام چې د روان شمسي کال په لومړیو کې پیل شوی و، د تېرې دوشنبې په ورځ یې د کابل ښار له پل سوخته، دارالامان، میرویس میدان او دهمزنګ سیمو څخه په لسګونو معتادین را ټول او د درملنې لپاره یې د ابن سینا زر بستریز روغتون ته انتقال کړل.

په راټولو شوېو معتادینو کې داسې کسان هم وو چې له دوه ځله درملنې وروسته یې بېرته په نشو اخته شوي وو.

له دوی څخه یو هم محمد دی چې له کلونو راهیسې نشه کوي، دی وايي، نشه نه شي پرېښودلای:

"زه یوه اوونۍ مخکې د فینیکس له مرکزه خارج شوم، هلته مې درملنه وشوه، خو د اوسېدلو ځای نه‌لرم او بې‌کاره یم، ځکه مې بېرته نشه پیل کړه. د معتادین دا ډول را ټولول ګټه نه‌لری. دوی موږ هلته ۴۵ ورځې بندیان کوي چې له روغتونه له وتلو وروسته بېرته دې پله ته راځو."

خو د انور په نوم یو بل معتاد بیا د معتادینو په راټولولو خوښ دی، دی غواړي چې نشه پرېږدي:

"زه په‌دې سیمه کې کار کوم. عمر مې په موټر چلولو او کلینرۍ کې تېر شو، څوک چې یو ځل معتاد شي، څو چې خپله یې د پرېښودلو اراده ونه‌لري، که یې په څا کې په ځنځیرونو وتړې چې را خوشې شي بېرته خپله نشه کوي."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د چارواکو په خبره دا ځل یې ۴۰۰ معتادین را ټول کړي چې د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې به بستري شي.

د ابن سینا د زر بستریز روغتون رئیس نورزی غوری وایي، د معتادینو درملنه درې پړاوونه لري:

"زموږ په مرکز کې معتادین په درېیو میاشتو کې تداوی کېږی، خو دې کسانو ته موږ د ۴۵ ورځو تداوي په پام کې نیولې ده چې لومړی پر دوی د detox یا زهر ایستلو مرحله تطبیق کېږي او د مسلکي کسانو تر څارنې لاندې یې درملنه کېږي."

له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت د نشه یي موادو د غوښتنې را کمولو رئیس ناصر شریفي بیا په نشو د بیا اخته کېدلو علت نیمګړې درملنه نه، بلکې نشه یي موادو ته اسانه لاسرسي او له درملنې وروسته د اغېزمنو پروګرامونو نشتوالی بولي، دی وايي:

"د نشه یي موادو د غوښتنې را کمولو پر پالیسۍ باندې له سره کتنه شوې چې له نهايي کېدلو وروسته به یې د تطبیق مرحله پیل شي. په‌دې پالیسۍ کې هغو کسانو ته ځانګړې پاملرنه شوې چې بېرته په نشو اخته کېږي. د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د «Relapse» یا بابېړي کچه را ټیټه شي."

د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزی وزارت وایي چې هرکال د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د ۴۰ زرو معتادینو درملنه کېږي.

راپور: فرید حلیمي

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG