ارګ وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي وحدت حکومت مشرتابه ته د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د خپل تازه سفر په اړه د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره خبرې کړي دي.
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسن مرتضوي د پنجشنبې په ورځ د دغه مطلب په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د خپلو خبرو د نتایجو په اړه ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل:
"ښاغلي خلیلزاد د هغه سفر په اړه چې پهدې ورځو کې يې درلود او د هغو نورو سفرونو په اړه چې ځينو هېوادونو ته يې لري، معلومات وړاندې کړل، د ولسمشر ټینګار هم پهدې و چې د هېوادونو په تېره هم د امریکا د متحده ایالاتو ګډه همکاري له افغانستان سره د یوې پایداره سولې په ټینګېدو کې مرسته کوي."
د ښاغلي مرتضوي په خبره ولسمشرغني ښاغلي خلیلزاد ته وویل چې افغان حکومت په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره جدي اراده لري او طالبانو سره یې د خبرو لپاره خپل مرکچي پلاوی هم د جنیوا په ناسته کې اعلان کړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د سیمې هېوادونو په خپل درېیم سفر کې لومړی اسلاماباد ته ولاړ.
اسوشیټېد پریس خبري اژانس ویلي چې پاکستاني چارواکو خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې له خبرو او په هغه هېواد کې د امنیت له ټينګښت ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې صدراعظم، د بهرنیو چارو وزیر او د هغه هېواد لوی درستیز ښاغلي خلیلزاد سره په خبرو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې د ختمولو غوښتونکي دي.
له دې سره په افغانستان کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅې ګټورې وګڼلې او ویې ویل چې طالبانو سره د خلیلزاد مستفیمې ناستې به ښه نتایج ولري.
د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه روئید اشراق بیا وايي، افغان حکومت حق لري چې د ښاغلي خلیلزاد د سولې له هڅو خبر شي.
نوموړي وویل:
"د سولې او جګړې د یوه لوري په توګه افغان حکومت حق لري ترڅو پوه شي چې د خلیلزاد په لیدو کاتو کې په کومو خبرو بحث شوی دی، افغان حکومت باید خپل دریځ ولري په ځانګړي ډول اوس وخت چې د ولسمشرۍ انتخابات پر مخ کې دي دا چې انتخابات په خپل وخت ترسره کوي که د سولې او ځینو نورو موضوعاتو په خاطر څه انعطاف ښکاره کوي."
مخکې تردې ویل شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل زاد به له کابل او اسلام اباد سربېره د روسیې او قطر په ګډون د سیمې شپږو هیوادونو ته سفر وکړي.
لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان ته د ښاغلي خلیل زاد له سفر سره هم مهاله د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم پاکستان ته تللی دی.
د طالبان یوې سرچینې چې نوم یې نه دی ښودلی ازادي راډیو ته ویلي چې دغه پلاوی د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره د سولې د خبرو د مشورې لپاره هغه هېواد ته تللی دی.
راپور: یوسف ځدراڼ