د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

دفاع وزارت: د ملا عبدالمنان په وژلو سره د طالبانو مالي سرچینې هم ټکنۍ شوي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هېواد په جنوب کې د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملا عبدالمنان مړینه په دې ولایت کې د نشه يي موادو له تولید او قاچاق سره په مبارزه کې اغېزمنه بولي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي او نظامي مسوول ملا عبدالرحیم چې په ملا عبدالمنان مشهور و، د تېرې دوشنبې په ورځ له دوو کسانو سره یو ځای د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې ووژل شو.

افغان دفاع وزارت وايي، ملا عبدالمنان د طالبانو د نظامي فعالیتونو د هم‌غږۍ ترڅنګ د کوکنارو د عوایدو را ټولولو او په هلمند ولایت کې د تریاکو د قاچاقو رهبري هم کوله.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد وايي، د ملا عبدالمنان مړینه د دې ترڅنګ چې د طالبانو نظامي ځواک کمزوری کوي، د دې ډلې مالي سرچینې هم ټکنۍ کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد
د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد

ښاغلي جاوېد زیاته کړه:

"ملا عبدالمنان د نشه يي موادو قاچاق کوونکی او د هلمند، کندهار او فراه ولایتونو په ناامنیو کې یې لاس درلود. ملا عبدالمنان د طالبانو ستر نظامي مسوول و."

افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د ۲۰۱۷ میلادي کال د نوومبر میاشتې څخه را په‌دې خوا په څو ولایتونو کې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو بریدونه کړي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د مطبوعاتي دفتر په خبره تر دې دمه یې ۱۵۴ کارخانې ویجاړې کړي دي.

د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي ادارې یا سیګار وروستۍ څېړنې ښيي چې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو بریدونه په مجموع کې د پنځه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد له منځه وړي او طالبانو ته یې ۲۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمیسیون غړی او د هلمند استازی هاشم الکوزي ازادي راډیو ته وویل، ملا عبدالمنان له نشه يي موادو څخه تر لاسه شوي عواید د هلمند په ګډون د هېواد په لوېديځ کې پر روانې جګړې لګول.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"کومې پیسې چې د بهرامچې له لارې ایران او اروپا ته د نشه يي موادو له قاچاقو څخه ترلاسه کېدې، طالبانو یې را ټولولو ته کمېټه جوړه کړې وه چې دې کمېټې به راټولې شوې پیسې ملا عبدالمنان ته ورکولې او هغه به پر جنګي ډلو وېشلې. په هلمند، کندهار، فراه، نیمروز او غور ولایتونو کې د طالبانو د ټولو مرکزونو د تمویل چارې د ملا عبدالمنان پر غاړه وې."

ملا عبدالمنان په‌دې وروستیو کې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه نظامي مرکز د روزنې چارې پر مخ وړلې چې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

ښاغلی الکوزی وايي، د ملا عبدالمنان مړینه به د طالبانو جنګي روحیه کمزورې او مالي سرچینې به یې له ستر ګواښ سره مخ کړي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG