د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ساتلو شورا: افغان جګړه مذهبي نه، استخباراتي اړخ لري


ارشیف: په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سولې شورا له خوا راغوښتل شوي علماء
ارشیف: په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سولې شورا له خوا راغوښتل شوي علماء

د افغانستان د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ساتلو شورا په‌دغه هېواد کې د دیني عالمانو وژنه غندي او وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ دیني او مذهبي اړخ نه لري.

د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ساتلو شورا وايي، هر هغه څوک چې په افغانستان کې جګړه کوي او بې ګناه انسانان وژني، دوی اصلآ اسلام نه‌دی مطالعه کړی.

د دغې شورا غړي احمدالرحمن علي‌زاده د پنجشنبې په ورځ د دغې شورا د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان جګړه دیني او مذهبي نه بلکې استخباراتي اړخ لري.

نوموړی وايي:

"په افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي ده، له دیني او مذهبي اړخه، هېڅ جواز نه‌لري، په اسلامي شریعت کې نشته چې بې ګناه انسانان دې قتل شي، ماشومان دې یتیمان شي او د چاوینه دې تویه شي."

د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ساتلو شورا چې د دوی په خبره له ازاد، بې طرفه او خپلواکو دیني علمان نه جوړه شوې ده، په دیني مذهبي او اسلامي ارزښتنو او د دیني عالمانو په غونډو حملې وغندلې او دا ېې یو ناروا کار وباله.

دا په‌داسې حال کې ده چې شاه خوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل په اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو په یوې غونډه انتحاري حمله وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه حمله کې۵۰ تنه وژل شوي او شاه خوا ۸۳ ټپیان شوي و.

دغه حمله په ملي او نړیوال کچه وغندل شوه.

له دغه حملې څو ورځې وروسته د کابل د دیني عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني په کابل کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري و وژل شو.

تراوسه هم د دغو دواړو حملو مسوولیت چا نه‌دی منلی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې په افغانستان کې دیني عالمان روانه جګړه ناروا بولي، بلکې له دې وړاندې هم د افغانستان د دیني علمانو شورا په بیا-بیا د افغانستان جګړه استخباراتي او ناروا بللې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ګل‌الرحمن قاضي وايي، که افغانان له تدبیره کار وانه‌خلي او جګړه مهار نه‌کړي، نو ممکن روانه تحمیل شوې جګړه لاپسې پراخه شي.

ګل‌الرحمن قاضي
ګل‌الرحمن قاضي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د جګړې د ختمېدو یوازنۍ لار د افغانانو ترمنځ خپل‌منځي روغه جوړه ده، څو د استخباراتي کړیو لاسونه لنډ او افغانان په سوله کې ژوند وکړي."

د افغانستان د حج او قافو په وزارت کې د جوماتونو رئیس مولوي فضل الکریم هم په افغانستان کې روانه جګړه جنایت وباله او ټینګار یې وکړ، هرهغه څوک چې په افغانستان کې جګړه پرمخ وړي، یو وخت به د دوی تر کورونو هم ورسېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG