د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

ینس سټولټنبرګ: په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو تلفات د اندیښنې وړ دي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو تلفات د اندیښنې وړ دي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې په وروستیو میاشتو کې د ځان وژونکو حملو او د تاوتریخوالي د زیاتوالي شاهدو خو ټینګار یې وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي وویل، طالبان باید په دې پوه وي چې د جګړې دوام بې فایدې دی او باید خبرې وکړي.

خو طالبانو ویلي چې نه غواړي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړې.

سټولټنبرګ وویل، د سیمې ټول هېوادونه باید رغونکی رول ولوبوي او د طالبانو له هر ډول ملاتړه او هغوی ته د امن ځایونو له برابرولو لاس واخلي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ نن غونډې ته په پرانېستونکې وینا کې یو وار بیا په دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به تر هغو پاتې شي چې له دې هېواده د ترهګرو ګواښ له منځه تللی نه وي.

دی زیاتوي:

"په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ستونزمن دی، په وروستیو میاشتو کې یو شمېر لویې حملې شوي خو افغان امنیتي خواکونه او موږ یې په وړاندې کلک ولاړ یو. موږ په افغانستان کې د دې لپاره حضور لرو چې له افغانانو سره مرسته وکړو او همدا راز له خپل ځان سره مرسته وکړو. موږ هلته د دې لپاره یو چې له نړیوال ترورېزم سره جګړه وکړو او پرې نه‌ږدو چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو په خوندي پناه‌ځای بدل شي؛ زموږ دل‌چسپي په همدې کې ده."

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدل مهم وبلل او ویې ویل چې په دغه پروسه کې باید اصلاحات راوستل شي.

XS
SM
MD
LG