د زلمي خلیلزاد لهخوا د سولې د هڅو په دوام افغان حکومت وايي، پهدې برخه کې د پاکستان رښتینې مرسته مهمه ده.
اسلاماباد ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفره وروسته افغان حکومت وايي، د سولې اړوند د سیمهییزې اجماع په چوکاټ کې د پاکستان همکاري مهمه او اغېزمنه ده.
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم، د هېواد د سولې په اړه، له زلمي خلیلزاد سره د اسلاماباد د همکاریو تازه ژمنې ته په کتو وايي، پاکستان پخوا تر دې په خپلو ژمنو عمل نهدی کړی.
ښاغلي میثم د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، هیله مند دی چې د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد هڅې، سیمهییزه اجماع پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"په خواشینۍ سره چې پاکستان پخوا تر دې ډېره په هغه څه چې په ښکاره یې ژمنه کړې، موږ يې عملي کولو ته د لازمو او کافي اقداماتو شاهدان نهوو. اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې تېزې شوي او هیله مند یو چې دغه هڅې د سیمهییزې اجماع د پیاوړتیا لامل شي. "
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.
اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکو خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ به وکړي.
اسوشیټېډ پرېس ویلي چې د طالبانو د قطر د دفتر۴ غړي اوسمهال په اسلاماباد کې دي، خو تر اوسه ځانګړې شوې نهده چې دوی له چاسره ویني او ترکومې ورځې به په پاکستان کې وي.
په پام کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد سیمې ته د خپل درېیم سفر په لړ کې دا ځل پر افغانستان او پاکستان سربېره شپږو نورو هېوادونو ته هم لاړ شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون منشي فوزیه سادات د هېواد د سولې لپاره د خلیلزاد په ذریعه د امریکا هڅې هیله بخښونکې ګڼي وايي، پهدې برخه کې د پاکستان نقش مهم دی.
اغلې سادات زیاته کړه:
"د سولې لپاره چې هلې ځلې پیل شوي، زموږ د خلکو لپاره تر یوه حده پورې هیله بخښونکي دي. که پاکستان له افغانستانه لاس واخلي، انشاءالله په هېواد کې به جنګ نهوي. پاکستان ته د خلیلزاد تګ او لیده کاته یې مهم دي. ښايي ښه نتیجه ولري."
که څه هم پهدې وروستیو کې د زلمي خلیلزاد د هڅو په اړه یو لړ مبهمې څرګندونې کېږي، خو اجرائیه ریاست وايي، ښاغلي خلیلزاد د افغان حکومت په همغږۍ خپلې چارې پرمخ بیولي دي.
خلک وايي، د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد تګ راتګ باید نتیجه ولري او د سولې په بري سره، د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه ختمه شي.
راپور: خان محمد سیند