له لسو کلونو وروسته د فوټبال د مشهورو لوبغاړو کرسټین رونالډو او میسي ځای لوکا موډریچ ونیوه.
له دې وړاندې د تېرو لسو کلونو راهیسې کله رونالډو او کله هم میسي د غوره لوبغاړو د جدول په سر کې راغلي، خو له دغه لس کلن ځنډ وروسته سږکال د غوره فوټبالر لقب لوکا موډریچ وګاټه.
هغه تېره ورځ د ۲۰۱۸ میلادي کال د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.
۳۳ کلن لوکا موډریچ د کروشیا دی او ویل کېږي چې د ده د ښې لوبې په خاطر سږ کال کروشیا د فوټبال د نړیوال جام تر پایلوبې ورسېده.
هغه د ریال ماډریډ په لوبډله کې هم لوبېږي چې سږکال يي دغې لوبډلې ته د اتلولۍ په ګټلو کې مهم رول درلود.