د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۲

په کابل کې د فوټبال د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي

په کابل کې د فوټبال د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سیالۍ سبا د پنجشنبې په ورځ د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیلېږي.

په دغو سیالیو کې د اتو زونونو څخه تکړه سیمه‌ییزې لوبډلې ګډون کوي.

دا سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې د میزان په میاشت کې د افغانستان فوټبال غوره‎لیګ سیالۍ تر سره شوې.

د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه لیګ ترڅنګ د اتلانو جام سیالۍ به په افغانستان کې د فوټبال لوبې له ودې سره مرسته وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG