د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

انتخاباتو کمېسیون: نن به د یو شمېر ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې نن هم د یو شمېر ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.

دا کمېسیون وايي چې تر راتلونکو درې یا څلور ورځو به د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې نن د یو شمېر نور ولایتونو لومړني پایلې هم اعلان شي.

میرزا محمد حق‌پرست
میرزا محمد حق‌پرست

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د شلو ولایتونو د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي، هڅه دا ده چې نن هم د یو شمېر ولایتونو نتایج اعلان ته وسپارو او ټاکل شوې چې په راتلونکو څلور ورځو کې د ۳۲ ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.​"

دا چې د ولسي جرګې د کومو ولایتونو د رأیو لومړني پایلې به اعلان شي، ښاغلي حق پرست یې په اړه زیات جزئیات ورنه کړل.

خو د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې نن به د لوګر، بلخ او پکتیکا ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.

تراوسه یاد کمېسیون د ولسي جرګې د کاپیسا، پروان، میدان وردګو، لغمان، پنجشېر، بامیان، خوست، کونړ، نورستان، تخار، سمنګان، سرپل، دایکنډي، ارزګان، زابل، جوزجان، فراه او نیمروز ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان کړي دي.

له انتخاباتي مهالویش سره سم ټاکل شوې وه چې د تېرې عقرب میاشتې په ۱۹مه نېټه د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي، خو کمېسیون د ۳۲ ولایتونو دغه نېټه د قوس ۲ او د کابل یې د همدې میاشتې ۱۰ ته وځنډولې، خو اوس چې بیا هم له دوهمې اعلان شوې مودې یو څه موده اوړي کمېسیون لا هم بشپړې پایلې نه دي اعلان کړې.

که څه هم د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د رأیو د لومړنیو پایلو له اعلانه هرکلی کوي، خو ټينګار کوي چې کمېسیون نه باید د وروستیو پایلو اعلان د لومړنیو پایلو په څېر په ځنډ اعلان کړي.

د افغانستان د ازادو انتخاباتو د څار بنسټ مشر حبیب الرحمن ننګ ازادي راډیو ته وویل، د رأیو له اعلان وروسته د خلکو غبرګون ته په کتو داسې معلومېږي چې د کمېسیون اعلان شوې پریکړې ورته د منلو وړ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اعلان شوېو پایلو پر اساس د خلکو غبرګونونه کم دي، تر ډېره ښکاري چې خلک له لومړیو اعلان شویو پایلو له نتایجو راضي دي."

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ بیا وايي چې د لومړنیو پایلو په سر د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د شکایاتو کمېسیون ترمنځ ژور اختلاف دی او ممکن د وروستیو پایلو په اعلان سره ځیني کسان د لومړنیو پایلو د بریالیو کسانو له وروستي لېست نه ووځي.

که څه هم د شکایاتو کمېسیون په‌دې اړه څه نه وايي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه اختلافات ردوي او وايي چې دواړه کمېسیونونه په پوره همغږي خپل کارونو پرمخ وړي، څو وروستیو پایلو اعلان ته زمینه برابره شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG