د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۱

د فوټسال افغان لوبدلې د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره وموندله

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټسال ملي لوبدلې سیالۍ تاجکۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره وموندله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې څلور د یو په مقابل کې د تاجکستان لوبډلې ته ماته ورکړه.

ښاغلی شاداب زیاتوي، د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو د فوټسال لوبدلې لومړۍ لوبه کې ترکمنستان لوبډلې ته ماته ورکړه او په دوهمه لوبه کې بیا ایرانۍ سیالې ډلې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.

نوموړی وايي، د اسیا د ملتونو جام لومړنیو سیالیو ته چې د راتلونکي میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه په ازبکستان کې جوړېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG