د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۵۶

افغان پاسپورت سږ کال د اعتبار له پلوه د نړیوال انډیکس په وروستۍ درجه کې راغلی


د پاسپورت نړیوال انډیکس د هېوادونو د پاسپورتونو د اعتبار انډیکس نن خپور کړ چې د افغانستان نوم یې په پای کې دی.

د پاسپورت په نړیوال انډیکس کې هېوادونه په درېیو کټګوریو کې د دې محاسبې له مخې د جدول په سر او پای کې راځي چې وګړي یې په کوم شمېر هېوادونو ته بې ویزې سفر کولای شي، کوم شمېر هېوادونو ته له رسېدو سره سم ویزه ورکول کېږي او کوم شمېر هېوادونو ته د سفر لپاره باید د ویزې غوښتنه وکړي.

د همدې محاسبې له مخې د افغان پاسپورت لرونکي یوازې پنځو هېوادونو ته بې ویزې سفر کولای شي او د ۲۴ هېوادونو هوايي ډګرونو یا پولو ته له رسېدو سره سم ویزه ورکول کېږي چې د دې ټولو شمېره یوازې ۲۹ ته رسېږي، په داسې حال کې چې ۱۶۹ هېوادونو ته د سفر لپاره باید د ویزې غوښتنه وکړي.

ارشیف
ارشیف

له افغانستان مخکې د عراق، پاکستان، سوریې، سومالیا او یمن نومونه په ترتیب سره راغلي.

د عراق وګړي ۳۲، د پاکستان ۳۵، د سوریې ۳۶، د سومالیا ۳۸ او د یمن وګړي ۳۹ هېوادونو ته بې ویزې تلای شي او یا له رسېدو سره سم ویزې ترلاسه کوي.

خو د جدول په سر کې د متحده عربي اماراتو نوم دی چې وګړي یې د نړۍ تر ټولو زیاتو یعنې ۱۱۳ هېوادو ته بې ویزې تلای شي.

د اماراتي پاسپورت لرونکي د ۵۴ هېوادونو هوايي ډګرونو او یا سرحدونو ته له رسېدو سره سم ویزه ترلاسه کولای شي چې ټوله شمېره یې ۱۶۷ ته رسېږي او یوازې ۳۱ هېوادونو ته د سفر لپاره باید د ویزې غوښتنه وکړي.

د سنګاپور او جرمني وګړي ۱۶۶ هېوادونو ته بې ویزې او یا له رسېدو سره سم سفر کولای شي او په انډیکس کې یې دوهم ځای خپل کړی.

ډنمارک، سویډن، فنلنډ، لوکزامبورګ، فرانسه، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا، ناروی، جنوبي کوریا او متحدایالات په درېیم مقام کې راغلي چې د پاسپورتونو لرونکي یې ۱۶۵ هېوادونو ته بې ویزې تلای شي.

XS
SM
MD
LG