د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت د پکتیا ولایت د مچلغو د بند د ډیزاین تړون د دوشنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ کمپنۍ سره لاسلیک کړ.
د پکتیا ولایت د مچلغو د بند د پروژې تړون د درېیم ځل لپاره لاسلیک شو.
د افغانستان د اوبو او برښنا سرپرست وزیر محمد ګل خلمي د دوشنبې په ورځ د یادې پروژې اړوند د تړون د لاسلیک کولو پرمهال وویل، له پاکستانۍ کمپنۍ سره یې یوازې د پروژې د ډیزان تړون لاسلیک کړ چې تر یوې میاشتې پورې به بشپړ شي.
ده وویل:
"دغه بند ۵۸.۵ متره لوړوالی لري، د اوبو ساحه یې ۶۶.۸۵ کیلومتره مربع ده او د اوبو د کاسې ظرفیت یې، ۵.۲۸ میلیونه متره مکعبه اوبه دي، یو میګاواټ برښنا تولیدوي، له ټولو مهم د ساحې خړوبول دي چې ۲۳۵۳ هکتاره ځمکه ورسره خړوبېدلای شي."
د ښاغلي خلمي په خبره، پخوا تر دې د دغې پروژې د ډیزان چارې اتیا فیصده د دوو تړونونو په اساس بشپړې شوې دي.
د دغه بند د جوړولو چارې څو کاله مخکې پیل شوې، خو د اوبو او برښنا وزارت وايي، کارونه یې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله په ۱۳۹۳ کال کې ودرېدل.
د مچلغو د بند د جوړولو تړون د دوهم ځل لپاره د دغه وزارت او د (پروجیکټ ډیزاین ايجنسي) په نامه له یوې روسۍ کمپنۍ سره لاسلیک شو، خو اوس د دغه وزارت مسؤلین وايي، له یادې کمپنۍ سره یې تړون لغوه شوی، ځکه روسۍ کمپنۍ ورته د سیمې له ارزونې پرته بیه ټاکلې وه او حاضره نه شوه چې پرمخ یې بوځي.
دغه وزارت همداشان د کندز ولایت د چم تپې د کانال د بیارغونې تړون د اجتماع په نامه د پراختیايي او ساختماني چارو له یوه افغان شرکت سره د ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت او د دې ترڅنګ یې د عزیزخان په کڅ کې د ډرونټې د سواحلو د استنادي دیوالونو تړون د نبي افغان له ساختماني شرکت او د پژواک له انجنیریک شرکت سره لاسلیک کړ.
د پاکستان د انجنیرۍ د کمپنۍ استازي ضیاءالحق وویل، ژمنه کوي چې د ورکړل شوې پروژې ډیزانول به په ټاکلي وخت بشپړ کړي.
ده وویل:
"تاسې ته ډاډ درکوم چې د اوبو او برښنا د وزارت په لارښوونه به دغه کار په ټاکلي وخت بشپړ کړو، موږ د بند سیمه ولیده، یو ښکلی موقعیت لري، موږ به ان شاءالله د پلې کېدو پرمهال د اوبو او برښنا له وزارت سره ښه همکاري ولرو."
بل خوا په ولسي جرګه کې د پکتیا د ولایت استازي نواب منګل چې په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې حاضر و، وویل چې پر دغې پروژې له پیله تر اوسه میلیونونه ډالر ضایع شوي دي.
ده هیله وښوده چې دا ځل د مچلغو د بند د ډیزاین چارې پرته له ځنډه بشپړې شي.
راپور: خان محمد سیند