د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۰

افغان ځواکونو یوه ورځ روژه ونیوه او د دې ورځې ډوډۍ یې د پښتون کوټ اړمنو ته ورکړه


وروسته له هغه چې د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ په یوه کلي کې یو ماشوم له لوږي مړ شو، په سیمه کې کومانډو ځواکونو یوه ورځ روژه ونیوه او خپله ډوډۍ یې د سیمې خلکو ته ورکړه.

د فاریاب چارواکي وایي، د پښتون کوټ ولسوالۍ د سرحوض کلي څه باندې درې سوه کورنۍ د وسله والو طالبانو په محاصره کې دي او د خوراکي موادو له نشتوالي سره مخ دي.

د همدې محاصرې له کبله دوه ورځې وړاندې په سرحوض کلي کې د لوږې له کبله د یوه ماشوم د مړیني خبره وشوه.

تر دې وروسته په سیمه کې افغان کومانډو ځواکونو په یوه بې ساري اقدام سره د یوې ورځې لپاره روژه ونیوه او د خپلې یوې ورځې ډوډۍ یې د کلي خلکو ته ورکړه.

د ملي اردو د لومړۍ لوا د دوهم کنډک قوماندان حامد سیفي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې کومانډو ځواکونه په دې اقدام سره وتوانېدل چې دوه سوه کورونو ته خپله یو ورځنۍ ډوډۍ ورکړي.

ده وویل:

"یوه ورځ روژه نیسي او د یوې ورځي اعاشه چې له وچې ډوډۍ نیولې تر هر څه چې یې درلودل، د کلي خلکو ته ورکړل، هلته سلګونه کورنۍ له لوږې سره مخ دي او په دې اقدام سره کومانډو ځواکونو له دوه سوو کورنیو سره مرسته وکړه."

ښاغلي سیفي وویل، د فاریاب ډېری سیمې کرنیزې نه دي چې د محاصرې پر مهال خپله ځانته امکانات برابر کړای شي، نو دده په خبره، که چېرې همکاري ونشي، د انساني ناورین احتمال لیدل کېږي.

د فاریاب د والي ویاند دا مني چې د سرحوض مواصلاتي لارې له دوو کلونو راهیسې بندې دي او هلته مېشت امنیتي ځواکونه د هوا له لارې اکمالېږي.

احمد جاوید بیدار ازادي راډیو ته وویل چې د دې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې کوي.

دی زیاتوي:

"د سرحوض لاره له دوو کلونو راهیسي بنده ده، زموږ امنیتي ځواکونه په غرنیو سیمو کې ستونزه نه لري او د هوا له لارې اکمالېږي، خو طبعاً سیمه يیزه اداره له خلکو سره د مرستې او د لارې د خلاصېدو لپاره هلې ځلې کوي."

د پښتون کوټ ولسوالۍ د سرحوض سیمه د مرکز میمنې په ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د لومړۍ لوا د دوهم کنډک قوماندان حامد سیفي له خلکو سره د خپلې ډوډۍ شریکول خپل مسؤلیت او له هغوی سره د خواخوږۍ یوه نښه وبلله او په عین وخت کې یې پر وسله والو مخالفینو انتقاد وکړ چې د جګړې پر مهال د خلکو د خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات نه پلي کوي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG