د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۴

د کورنیو چارو وزارت: د افغان ځواکونو ژمنیو عملیاتو ته چمتووالی نیول شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان ځواکونو ژمني عملیات د جدي په میاشت کې پیلېږي.

افغان ځواکونه د یوه نوي جګړه ییز فصل لپاره چمتووالی نیسي، تر څو هغه سیمې ونیسي چې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو عملیاتو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د یاد وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت له ویاند سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، د امنیتي ځواکونو یوه پلاوي ولایتونو ته سفر کړی چې له مخې يې د ژمنیو عملیاتو پلان جوړېږي.

نجیب دانش
نجیب دانش

ده وویل:

"یوه ګډ پلاوي د وضعیت د اروزنې لپاره ولایتي سفرونه پیل کړي، د دغې پلاوي د څېړنو له بشپړېدو سره ټاکل شوې چې مونږ د جدي په میاشت کې ژمني عملیات پیل کړو."

دا په داسې حال کې ده چې دا وخت د هېواد ځينې برخې په تېره هم لېرې پرتې ولسوالۍ او سیمې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي.

د افغان په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې تل دا نتقاد کېږي چې په ژمي کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې اغېزمن نظامي عملیات نه کوي.

د بېلګې په توګه، افغان امنیتي بنسټونو تېر کال ادعا وکړه چې د ژمنیو عملیاتو په ترڅ کې يې د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکې کړي، خو د راپورونو له مخې، دا ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.

له دې سره د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې تهاجمي عملیات ډېر کړي دي.

د یاد وزارت ویاند غفور احمد جاوېد دغې خبري غونډې ته وویل:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"مونږ تهاجمي عملیات ډېر کړي چې ښه نتیجه يې هم ورکړې ده، د عملیاتو ډېرول له یوې خوا زمونږ د تلفاتو مخنیوی کوي او له بلې خوا د وسله والو مخالفینو پلان شوي مرکزونه له منځه وړل کېږي."

د ښاغلي جاوېد په خبره، یوازې په تېرو دوه اوونیو کې افغان هوايي ځواکونو ۱۶۱ عملیات تر سره کړي دي.

راپور: یوسف ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG