د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

په انلاین ډول د والیانو ارزونه څه اغېزه لري؟


د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له "انلاین" لارې د هېواد د والیانو ترمنځ د سیالیو یو پروګرام پیل کړی چې معلومه کړي چي والیانو څومره ګټور کارونه کړي او خلک‌یې له کارونو څومره راضي دي.

دندو ته د والیانو لاهڅول، د ښو او ګټورو کارونو لپاره د دوی ترمنځ سیالي، د والیانو د کارونو په اړه د خلکو د نظریاتو راټولول، د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د والیانو فعالیتونه، د سیمه‌ییزې ادارې او خلکو ترمنځ د واټن ليرې کول، په سیمه‌ییزو پراختیايي پروژو کې انډول په پام کې نیول او داسې نورې هڅې هغه موارد دي چې د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره‌یې د خلکو د نظریاتو پر مټ له "انلاین" لارې معلومول غواړي.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خپرونو رئیس او ویاند سید شاه سقیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه پروګرام کې په انلاین توګه له خلکو پوښتل شوي چې والیانو ته رأیې ورکړي.

ښاغلي سقیم وویل، دغه پروګرام تېره اوونۍ پیل شوی او شااوخوا دوه اوونۍ به دوام وکړي.

ده وویل:

"د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې ۳۴ والیان وو چې ۱۵ ترې د زیاتو رأیو پر اساس دوهم پړاو ته راووتل، د دوی ترمنځ هم سیالي روانه ده، په راتلونکې اوونۍ کې به له ۱۵ والیانو ۳ یا ۵ والیان راووځي، دوی به بیا راوغوښتل شي او د خلکو د رأیو له مخې به ستاینلیک ورکړل شي او کارونه به‌یې وستایل شي."

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د دغه پروګرام له لارې به په متوازنه پراختیا کې د والیانو ترمنځ تجربې، نظریات او ستونزو ته د حل‌لارو موندل هم شریک شي.

د افغانستان په ټولنیزو شبکو او په تېره په فېس‌بوک کې دغه موضوع توده روانه ده او سره له دې چې ځیني کسان د یو شمېر والیانو فعالیتونه ستايي او نمرې ورکوي، خو داسې هم شته چې د ځینو والیانو پر فعالیتونو انتقادونه کوي.

د ټولنیزو چارو پوهان وايي، په بشپړه توګه باوري نه‌دي چې له انلاین لارې دې د یوه والي کار وارزول شي، یا دې وهڅول شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ضیا شمس ازادي راډیو ته وویل، په دغه پروګرام کې کېدای شي چې د یوه والي پلویان مثبتې او مخالفین‌یې منفي رأیې ورکړي.

ارشیف
ارشیف

ده وویل:

"ښه به دا وي چې له دې اخوا د دغو ارزونو او تشویق لپاره واقعي کرکټرونه ولرو چې له نږدې په شفافه توګه او باور سره دا کار ترسره شي، ګټې یې دا دي چې ټول ولس پورې اړوند دي، خو د کیفیت، باور او ارادې له اړخه کېدای شي ځینې تېروتنې ولري، موږ له ۵۰ فیصدو اخوا په دغو مسایلو باور نه‌شو کولای."

د ښاغلي شمس په باور، ډېری علمي، کره او په ملي او نړیوالو معیارونو برابر اصول شته چې په کارولو سره‌یې د دولت کارکوونکي ښو او ګټورو کارونو ته هڅېږي، نه د فېس‌بوک له لارې.

په افغانستان کې دا لومړی ځل دی چې د والیانو فعالیتونه، د خلکو د رأیو پر مټ، له "انلاین" لارې ارزول کېږي او یا کارونو ته هڅول کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG