د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

ځیني وکیلان: له بایو مټریک پرته د استعمال شویو رأیو شمېرل د منلو وړ نه دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ولسي جرګې ډېری غړي وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له بایو مټریک پرته د استعمال شویو رأیو شمېرل ورته د منلو وړ نه‌دي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه روانه ده او د یو شمېر ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان شوي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې له بایو مټریک پرته د استعمال شویو رأیو شمېرنه ورته د منلو وړ نه‌ده.

د دغې جرګې ډېرو غړو د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې غوښتنه وکړه چې باید پاکې رأیې له ناپاکو جلا شي، ځکه د دوی په وینا په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

د دغې جرګې دوو غړو مولوي موحد او سید نادرشاه بهر وویل:

"له بده مرغه خلکو ته زمینه برابره نه‌شوه چې د بایو مټریک په وسیله رأیه استعمال کړي، د کمېسیون له‌خوا دا دستګاه قصداً خرابه کړای شوې وه، په ځینو ځایونو کې یې پروسه ناوخته پیل کړه او په ځینو ځایونو کې یې په لوی لاس دغسې وغوښتل."

"بایو مټریک او غیر بایو مټریک رأیې باید تفکیک شي او د بایو مټریک په وسیله استعمال شوې رأيې باید تأیید شي، نه له بایو مټریک پرته رأيې."

د ولسي جرګې غړو همدا شان د هغو کسانو عدلي او قضايي ارګانونو ته د معرفي کولو غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا، په انتخاباتو کې يې درغلۍ کړي او یا يې هم درغلۍ ته زمینه برابره کړې ده.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بایو مټریک استعمال هغه جنجالي مسئله وه چې د انتخاباتو په ورځ‌يې یو شمېر تخنیکي ستونزې رامنځته کړې او له امله‌یې کمېسیون اړ شو تر څو په ځینو مرکزونو کې د بایو مټریک له دستګاه پرته د رأیو استعمال ته اجازه ورکړي.

که څه هم له انتخاباتو وروسته د انتخاباتي شکایتونو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ترمنځ په دې مسئله جنجال راپورته شو، خو له څو ورځنیو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې هغه رأيې چې د انتخاباتي نوملړ او سټیکر په وسیله له بایو مټريک پرته استعمال شوي هم وي، د شمېرلو وړ دي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د غزني له ولایته پرته د هېواد په کچه په شااوخوا ۲۱ زره انتخاباتي محلونو کې د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه پورې په څو پړاوونو کې د ۱۸ ولایتونو د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او ټاکل شوې چې په راتلونکې اوونۍ کې د پاتې نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.

د انتخاباتو له اعلان شویو پایلو ښکاري چې په دغه انتخاباتو کې تر ډېره حده نوې څېرې بریالۍ شوې دي.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د وکیلانو له بحثونو وروسته د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي هم د انتخاباتو له کمېسیونه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې عدالت تأمین او د خلکو پاکو رأیو ته احترام وکړي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

ده ویلي:

"هغه رأیې چې د بایو مټریک په وسیله استعمال شوي، افغانانو ته د منلو وړ دي، دا د یوې منل شوې پایلې په توګه خلکو ته د منلو وړ دي، دغې مسئلې ته باید د انتخاباتو خپلواک کمېسون او د شکایتونو کمېسیون جدي پام واړوي."

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو په ورځ په بایو مټریک دستګاه کې ستونزه رامنځته کېدل تخنیکي مسئله وه او دوی نه‌شي کولای چې له خلکو د رأیو حق واخلي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاندې شیما عالم د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې هر کاندید که د انتخاباتو پر پروسه انتقاد لري، د موضوع په اړه دې کره اسناد او شواهد د شکایتونو د اورېدو له کمېسیون سره شریک کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG