د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

ځیني سناتوران: له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل به سیمه وننګوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، دا يو حقیقت دی چې که امریکايي ځواکونه يو دمي افغانستان پرېږدي، نو ترورېستي ډلې به يو ځل بیا دلته فعالې شي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، که امریکا په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په خپل حال پرېږدي او ځواکونه‌يې له دغه هېواده ووځي، نو پرته له شکه چې افغانستان او د سیمې هېوادونه به له جدي امنیتي ننګونو او ترورېستي فعالیتونو سره مخ شي.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغه هېواد کې د امریکا د حضور قضیه باید د افغانستان او د سیمې د هېوادونو مختلفو اړخونو ته په کتو وڅېړل شي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"که دوی له افغانستانه ووځي، ترورېستان به دلته بېرته مرکزونه ونیسي، لوېدیځ او امریکا به هدف وګرځوي، ظاهراً د دوی دلایل همدا دي او دا يو واقعیت هم دی، خو دا واقعیتونه باید د هغو واقعیتونو په چوکاټ کې چې په افغانستان او سیمه کې وجود لري وڅېړل شي."

خو ښاغلی ایزدیار زیاتوي چې که پرته له کوم توجیه او تفاهمه دلته د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو اسرار وشي، نو په هغه صورت کې به هم د افغانستان د سولې بهیر او امنیت زیانمن شي.

د امریکا د حضور قضیه باید د افغانستان او د سیمې د هېوادونو مختلفو اړخونو ته په کتو وڅېړل شي.

​دا په‌داسې حال کې ده چې د يو شمېر لوېديځو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جېمز مټېس د رونالډ رېګن په دفاعي انسټټیوټ کې د امنیت نړیوالې ناستې په جریان کې وویل چې که امریکا په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په خپل حال پرېږدي، نو ترورېستي ډلې به دلته بېرته فعالې شي.

ښاغلي مټېس ویلي که دوی افغانستان پرېږدي، نو ۲۰ ترورېستي ډلې به په سیمه کې فعالې شي چې د نوموړي په خبره، د امریکا استخباراتو مشخصه کړې ده چې په هغه صورت کې به پر هغه هېواد حمله وشي.

مټېس زیاته کړې چې غواړي د افغانستان ستونزه د مذاکراتو له لارې حل او په‌دغه هېواد کې سوله ټینګه شي.

خو طالبانو د دغو څرګندونو په غبرګون کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې دوی هیله لري چې امریکايي ځواکونه دې ته واداره شي چې له افغانستانه ووځي.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې طالبانو امریکا ته يو فرصت ورکړی چې که غواړي له لګښت پرته له سیاسي لارې له افغانستانه ووځي، نو دوی دغه فرصت ته اماده دي او پرته له دې تر هغې پورې به خپلو وسله‌والو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه نه‌وي وتلی.

وسله‌وال طالبان: تر هغې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو څو وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه نه‌وي وتلی.
وسله‌وال طالبان: تر هغې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو څو وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه نه‌وي وتلی.

خو له دې ټولو سره سره د امنیتي او پوځي چارو کارپوه محمداګل مجاهد وايي، که د افغانستان حکومت، وسله‌وال مخالفین او بهرني ځواکونه د يوه مېکانیزم له لارې سولې ته ورسېږي، نو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو او د ترورېستي ډلو فعالیتونو ته کومه اړتیا نه‌پاتې کېږي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

"د افغانستان په جګړه کې درې اړخونه ښکېل دي:

  • د حکومت وسله‌وال مخالفین،
  • حکومت،
  • نړیواله ټولنه،

که درې واړه لوري په يوه مېکانیزم هوکړه وکړي، نو په دغه هېواد کې به سوله ټینګه او ترورېستي فعالیتونه به هم ختم شي، په هغه صورت کې سوله هم راځي او د بهرنیو ځواکونو حضور ته هم اړتیا نه‌پاتې کېږي."

خو ښاغلی مجاهد ټينګار کوي چې که د يادو شرایطو په پام کې نیولو پرته بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو جدي ستونزې به پېښې کړي او دوو درېیو میاشتو کې به افغانستان د خونړیو جنګونو په میدان بدل شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG