د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

پوپلزۍ: چمتو یم چې د لوبغاړو د جنسي ځورونو شواهد لویې څارنوالۍ ته وسپارم


د افغان نجونو د فوټبال د لوبډلې پخوانۍ مسؤله مدیره وايي، چمتو ده چې د نوموړې لوبډلې له یو شمېر غړو سره د جنسي ځورونې په اړه اسناد او شواهد له لویې څارنوالۍ سره شریک کړي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د هغو څرګندونو په دوام چې ویلي یې دي، د افغانستان د فوټبال په فدارسیون کې د جنسي ځورونې ادعاوې څېړي، د دغه هېواد د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ مسؤله مدیره او لوبغاړې خالده پوپلزۍ وايي، دا او یو شمېر نور لوبغاړي چمتو دي چې په دې اړه اسناد او شواهد له لویې څارنوالۍ سره شریک کړي.

اغلې پوپلزۍ د نجونو د فوټبال د ملي ټیم یو شمېر روزونکي او د دغه فدراسیون رئیس د ښځینه لوبغاړو په ځورونې تورن کړل.

نوموړې چې د یکشنبې په ورځ یې ازادي راډیو سره خبرې کولې، وویل چې د خپلو ادعاوو په اړه عکسونه او فلمونه په واک کې لري چې مخکې تر دې یې د فوټبال له نړیوال فدراسیون فیفا سره شریک کړي دي.

خالده پوپلزۍ
خالده پوپلزۍ

دې وویل:

"کومې ادعاوې مو چې په دې اړه د ځينو روزنکو او د فوټبال د فدراسیون د رئیس په اړه مطرح کړي، اسناد او شواهد یې په اړه لرو، دا اسناد او شواهد مو فیفا ته سپارلي، که د افغانستان څارنوالي په رښتیا سره غواړي چې تحقیق وکړي، هغوی ته به یې هم وسپارو."

د افغانستان د نجونو د فوټبال دغې پخوانۍ غړې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې څه موده وړاندې د اردن په تمریناتي کمپ کې کله چې یوه ښځینه لوبغاړې ټپي شوې وه، یو تن روزنکی یې کوټې ته تللی او ځورولې یې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ورځپاڼې ګارډین د جمعې په ورځ د افغانستان د نجونو د ملي لوبډلې د مهمو غړو په حواله په دې اړه راپور ورکړی او لیکلي یې دي چې د فوټبال په برخه کې یو شمېر ښځینه افغان لوبغاړي په افغانستان کې دننه په فوټبال فدراسیون او دغه شان د اردن په تمریناتي کمپ کې جنسي ځورول شوې دي.

مخکې تر دې بیا د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون یوه ویاند ویلي چې د دوی د پالېسیو له مخې دا ډول کړنې په هېڅ ډول د زغم وړ نه دي.

دغه ویاند په هغه وینا کې چې په برښنالیک کې یې استولی، ویلي چې قضیې ته به داسې رسېدنه وشي چې قربانیان هېڅ زیان ونه ویني.

خو د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملی ټیم برحاله لوبغاړې د فوټبال له ښځینه لوبغاړو سره د جنسي ځورونې ادعاوې ردوي.

له دې ډلې لیلی ارمغان وايي، د خالدې پوپلزۍ په ګډون ادعا کوونکي د خپلو ادعاوو په اړه اسناد نه لري.

اغلې ارمغان ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې غړې به د خالدې پوپلزۍ په وړاندې د حیثیت د اعادې دعوا وکړي.

دا وایي:

"زه د اردن په تمریناتي کمپ کې موجوده وم، خو دا مې نه دي لیدلي چې کومې لوبغاړې سره دې ناسم چلند شوی وي، که خالده ادعا کوي، باید ثبوت یې کړي، خالدې ویلي چې د یوې نجلي پښه ژوبله شوې وه، اصلاً داسې نه دي شوي، هېڅ یوه نجلۍ نه وه ژوبله شوې، په لوبه کې چې نه وي لوبېدلې، نو ولې ټپي شي."

نوموړې د فیفا او د افغان حکومت له خوا د دغې ادعاوو د څېړلو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې هر اړخیزې څېړنې وشي.

په دې اړه د افغانستان د فوټبال فدارسیون د رئیس کرام الدین کریم په نظر اخیستلو بریالي نه شو، خو د یاد فدراسیون د خپرونو د برخې مسؤل شفیع شاداب د دې تر څنګ چې دغه ادعاوې یې رد کړې، ویې ویل چې دا ادعاوې هغه مهال وشوې چې دوه اوونۍ مخکې د افغانستان د فوټبال فدارسیون وغوښتل چې له ښځینه لوبغاړو سره د اسلامي حجاب د مراعتولو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

ده وویل:

"دوه اوونۍ مخکې دوی باید یو هوکړه لیک لاسلیک کړی وای چې له مخې یې باید په افغانستان کې دننه او بهر د لوبو او تمرینونو پر مهال اسلامي حجاب مراعات شي، یو شمېر دغه تفاهم لیک لاسلیک نه کړ او بیا یې دا بې بنسټه ادعاوې مطرح کړې."

خو خالده پوپلزۍ د فوټبال فدارسیون دا ادعاوې ردوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې چې دغه ادعاوې وڅېړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"د ولسمشر د لارښوونې له مخې، لویې څارنوالۍ خپل کار پرون پیل کړی، هغوی هم اعلامیه ورکړې او د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي، هغه اقدامات چې د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو او قانون سره په ټکر کې وي، د منلو وړ نه دي، هر څوک چې په هره کچه وي، ورسره به قانوني چلند وشي."

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل چې د لویې څارنوالۍ له خوا د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د نوموړي په خبره ، که جرمي عمل ترسره شوی وي، عاملین به یې محکمې ته راکاږل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG