د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغان ماشومانو په ناوړه وضعيت اندېښنه څرګندوي


د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر د افغان ماشومانو په ناوړه وضعيت اندېښنه څرګندوي.

دغه وزارت وايي، په دغه هېواد کې روانې جګړې ماشومان هم دېر اغېزمن کړي او له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي د یکشنبې په ورځ د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په هدف له ځینو بهرنیو ادارو سره د یوې مشورتي ناستې پرمهال وویل، دا مهال له افغان ماشومانو د درنو کارونو ترڅنګ د جګړې په ليکو کې هم کار اخيستل کېږي.

ښاغلي ذکي ماشومانو ته د متوجې ستونزو په اړه دغه شان په خپلو خبرو کې وویل:

فیض الله ذکي
فیض الله ذکي

"په جګړو کې ماشومانو ته ډېر زیان رسېږي، په ځانګړې توګه د دولت وسله والې ډلې په ماشومانو هېڅ ډول رحم نه کوي چې ډېر تلفات د هغوی د عملیاتو پرمهال ماشومانو ته اوړي، یو شمېر ماشومان بیا معتاد دي او یوه بله کټه ګوري ماشومان چې له ناوړه وضعيت سره مخ دي، هغه محبوسین دي، په ټوله کې ۲۵ کټه ګورۍ ماشومان دي چې زیان منونکي دي، خو تر ټولو د پام وړ ستونزه دا ده چې لږترلږه ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه پاتې دي."

دغه وزارت وايي چې له شته هڅو سره سره بیا هم له وخته مخکې ودونه، درانه او زیات کارونه، زده‎ کړو ته نه‌لاسرسی، روغتیايي ستونزې، په جګړو کې له ماشومانو استفاده، تاوتریخوالی، معلولیت، بې‎ځایه کېدل او په سرحدونو کې له ماشومانو سره ناوړه چلند هغه موارد دي چې د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان او د ماشومانو د ملاتړ ملي او نړیوالې ادارې اندېښنې ښودلې چې د حکومت مخالفو وسله‌ والو ډلو له لوري په جګړه کې ماشومان کارول کېږي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې، دا مهال په هېواد کې ۵ تر ۶ میلیونه بېوزله ماشومان له خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق له ماشومانو د ملاتړ موسسې یا سیف د چلډرن او یو شمېر نورو ادارو هم په افغانستان کې د افغان ماشومانو د ناوړه وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ موسسې یا سیف د چلډرن عمومي مشر اونو ون منان یادې غوندې ته په خبرو کې وویل چې د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره باید په ګډه کار وشي.

ده وویل:

"مونږ تر ډېره په لېرو پرتو سیمو کې کار کوو، د افغانستان له قوانینو سره سم تر ډېره هڅه کوو چې هغو ځایونو کې فعالیت وکړو چې اړتیا یې لېدل کېږي، هڅه کوو چې مونږ خپل فعالتونو ته پراختیا ورکړو او له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړو."

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت هم د ستونزو د یادولو تر څنګ وايي، حکومت د افغان ماشومانو د ژوند د ښه‌والي لپاره یو لړ پروګرامونه پلي کړي چې د دوی په ژوند کې به یو مثبت بدلون رامنځته کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG