د ننګرهار مرکز او ۲۲ ولسواليو په لسګونو ديني علماوو د شنبې په ورځ د نشهيي توکو د کښت، قاچاق او استعمال د حراموالي په اړه فتوا خپره کړه.
د علماوو په استازولی ديني عالم مولوي نثار احمد پاچا وويل چې ديني علماوو د قران او احادیثو په رڼا کې دا فتوا خپره کړې او له خلکو يې وغوښتل په خپلو کروندو کې حلال بوټي وکري.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ د علماوو پریکړه دا ده او مخکې هم علماوو له ممبرونو اعلان کړی وو چې د نشهيي توکو کښت منکر شی دی او پهکار دا ده ټول دهقانان دا باید بند کړي او د دې پر ځای غنم، سبزي او نور حلال بوټي وکري."
نوموړی وایي، د دغې فتوا له مخې د شرابو قاچاق او استعمال هم حرام ګڼل شوی او له ولایتي ادارې يې وغوښتل چې د ټولو نشهيي توکو د خرڅلاو مخه ونیسي.
د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند علماوو ته ډاډ ورکړ، ولايتي اداره د ټولو نشهيي توکو د کښت او قاچاق په مخنیوي کې جدي ده او په وینا يې په روان کال کې په زرګونو کيلو ګرامه نشهيي توکي نيولي دي.
نوموړی وايي:
"تاسو ته معلومه ده چې موږ پهدې برخه کې جدي یو، د ۹۷کال په جريان کې د ۸ زره کيلو ګرامه نه ډېر نشهيي توکي نيولي او په تړاو يې د ۲۷۳ نه زیات کسان نيول شوي او پهدې برخه کې به اجرأت کېږي، دارنګه پهدې موده کې په سلګونه لېټره الکولي مشروبات هم نيول شوي دي."
په ننګرهار کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس ادريس ساپی وايي، سږکال تر ډېره حده د کوکنارو د کښت مخه نیول شوې او په هغو سیمو کې، چې ناامنه دي او هلته د نشهيي توکو کښت شوی هغه به په دوهمه پروسه کې تخریب شي.
نوموړی زیاتوي:
"سږکال هغه ابتدايي ارقام چې موږ ته را رسېدلي دي، تر اوسه پورې یوازې ۲۵ سلنه د کوکنارو کښت په هغو سیمو کې شوی چې تېرکلونه به پهکې کوکنار کرل کېده، ولې په مجموع کې کښت کم شوی او په کومو سیمو کې چې بیا هم کرل شوي، زموږ دوهمه پروسه د تخریب ده په هغې بیا ټول کرل شوي نشهيي توکي اړول کېږي."
د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې سږکال په پام کې لري چې پهدې ولایت کې د کوکنارو کښت صفر ته راټيټ کړي او په همدې خاطر يې د ټولو ولسوالیو مسوولینو ته ګواښ کړی، که د حکومت د حاکميت په ساحه کې د نشهيي توکو کښت وشي، د هغه سيمې نظامي او ملکي مسوولین به له دندې لېرې او څارنوالۍ ته به پېژندل کېږي.
د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
راپور: شاه محمود شینواری- ننګرهار