د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د "سي. بي. ار" پروګرام د روان میلادي کال تر اخره پای ته رسېږي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د اداري اصلاحاتواو ملکي خدماتو کمېسیون به په ۱۵ مهمو او عایداتي وزارتونو کې له (سي. بي.ار) پروګرام پورې اړوند بستونه د "تغیر" په نامه نوي پروګرام ته واړوي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون وايي، (سي. بي. ار) یا د نتیجو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو پروګرام به د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو پورې پای ته ورسېږي.

د دغه کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د (سي. بي. ار) د پروګرام له پای ته رسېدو سره به په دغه پروګرام پورې اړوند بستونه په ۱۵ مهمو وزارتونو کې د "تغیر" په نامه د یوه نوي پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.

دس وایي:

"د دې لپاره کوم ظرفیتونه چې د دغه پروګرام له لارې په حکومت کې جذب شوي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون له نړیوال بانک سره خبرې کړي او یوازې د ۱۵ مهمو وزارتونو لپاره یې یو نوی پروګرام پیل کړی چې د دغو وزارتونو اساسي او حیاتي بستونه تمویل کړي."

د نتیجو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو پروګرام په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پیل شو چې په پام کې وه، له مخې یې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې څه باندې ۱۵۰۰ کسان د حکومت د اساسي برخو د پرمخ بیولو لپاره د ملکي خدمتونو په بېلابېلو سکټورونو کې په لوړو تنخواګانو جذب شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ویلي چې دغه پروګرام په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له ماتې سره مخ شو او حکومت وتوانېد چې ۱۶۰ کسان دغه پروګرام ته جذب کړي.

د دغه کمېسيون د ویاند په خبره، نړیوال بانک چې د دغه پروګرام بشپړولو ته ژمن و، په ۲۰۱۶ میلادي کال یې د (سي. بي.ار) د پروګرام ۷۵ فیصده بودجه مسترده کړه.

د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو د کمېسیون مسؤلین وايي، په پای کې دغه کمېسیون د یاد پروګرام په شته پیسو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې وتوانېد چې د ۱۵۰۰ کسانو جذبول بشپړ کړي.

اوس چې د دغه پروګرام پای ته رسېدو ته کابو یوه میاشت پاتې ده او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون چمتو شوی چې د ۱۵ مهمو وزارتونو بستونه تمویل کړي، نو د پاتې بستونو برخلیک به څه وي؟

په دې اړه د دغه کمېسیون ویاند وايي، پاتې بستونه به د اړوندو دولتي ادارو د بودجې له لارې تمویل شي، په دې معنی چې د (سي. بي. ار) له ختمېدو سره به څوک اوزګار پاتې نه شي.

بل خوا د (سي. بي. ار) یا د نتیجو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو پر پروګرام انتقادونه هم کېږي.

د مشرانو جرګې د اقتصاد د کمېسیون غړي عبدالله قرلق ازادي راډیو ته وویل:

"د سي. بي. ار د پروګرام لپاره نیت او اراده سمه وه، خو ټول پروګرام د سي. بي. ار په واک کې نه و چې پر شفافیت یې باوري شو، ځکه اړوندې ادارې او کمېسیون په کې ښکېل و او په ځینو مواردو کې حق حقدار ته نه رسېده."

د ښاغلي قرلق په خبره، د تغیر په نامه نوی پروګرام چې د (سي. بي. ار) د پروګرام پرځای په ۱۵ وزارتونو کې پلی کېږي، د شفافیت لپاره یې باید جدي پام وشي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون هم وايي، د استخدام په پروسه کې شفافیت او د ملکي خدمتونو په ادارو کې د اصلاحاتو راوستل د دوی له اصلي هدفونو دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG