د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ایا ایران رښتیا هم وسله والو طالبانو ته وسلې او پوځي تجهیزات ورکوي؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه پلټنې کوي چې امریکا په افغانستان کې د ایران د مداخلې د ثبوت او شواهدو په توګه نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له افغان طالبانو سره د ایران د پوځي مرستو د ادعاوو او په امریکا کې په افغانستان کې د ایران د مداخلې په اړه د وړاندې شویو ثبتونو او شواهدو په اړه پلټنه کوي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د تحقیق له بشپړېدو وروسته به دغه موضوع له خلکو سره شریکه کړي.

نجیب دانش
نجیب دانش

ده وویل:

"موږ له طالبانو سره د ایران د وسلو د مرستې موضوع په هر اړخیزه توګه څېړو، په اړه یې کره پلټنه او تحقیق کوو، که چېرې داسې څه وموندل شي چې د ایران له لوري وسله والو طالبانو سره د وسلو مرسته شوې وي، حتمن دغه موضوع له تاسې سره شریک کوو."

که څه هم د افغانستان په لوېدیځ کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په وار وار ویلي وو چې ایران له افغان طالبانو سره پوځي او بېلابېلې مرستې کوي، خو په اړه یې کره اسناد او شواهد نه وو وړاندې کړي.

خو د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ایران لپاره ځانګړي سلاکار براین هوک تازه خبریالانو ته داسې درنې او سپکې وسلې ورښودلي چې په خبره یې، ایران افغان طالبانو ته ورکړې دي.

ښاغلي هوک ویلي چې ایران له ۲۰۱۷ کال راهیسې له افغان طالبانو ملاتړ او د وسلو مرسته ورسره کوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ نندارې ته په ايښودل شویو وسلو کې کلاشیکوفونه، توغندوي ویشتونکي او بېلابېلې سپکې او درنې وسلې شاملې دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په کابل کې د ایران د سفارت نظر را واخلو، خو بریالي نه شو، له دې وړاندې ایران په وار وار له افغان طالبانو سره د پوځي مرستو موضوع رد کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون له نړیوالې ټولنې او د افغانستان د ستراتيژیک ملګري په توګه له ناټو او امریکا غواړي چې د ایران د ښکاره مداخلې مخه ونیسي.

د دغه کمېسیون رئیس هاشم الکوزی په دې اړه وايي:

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

"موږ پخوا هم ویلي وو چې ایران په افغانستان کې مداخله کوي، په نړیوالې ټولنې او ناټو غږ کوو چې په افغانستان کې د مداخله کوونکو هېوادونو مخنیوی وکړي."

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي، کله چې د یو هېواد له لوري په ګاوندي هېواد کې د پوځي لاسوهنې په اړه اسناد وموندل شي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپل مسؤلیت له مخې، باید په مداخله کوونکي هېواد نړیوال فشارونه زیات کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې د کابل پوهنتونو د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ویر صافی وايي، ایران باید د یو ګاوندي هېواد په توګه د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG