د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ولسي جرګه: ښکېلې خواوې دې د حملو پرمهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي


د افغانستان ولسي جرګه له افغان حکومت او ملاتړو یې غواړي چې د هوايي حملو پرمهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

په دې ورستیو کې په هوايي حملو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو د ولسي جرګې اندېښنې راپارولي او دوی له افغان حکومت او ملاتړو یې غواړي چې د هوايي حملو پرمهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال امیر خان يار چې د ولسي جرګې د شنبې د ورځې عمومي غونډې مشري يې هم کوله، وویل چې د جګړې پرمهال ملکیانو ته د تلفاتو اوښتل هغه که له هرې غاړې وي، د بشریت ضد کړنه ده.

امیر خان یار
امیر خان یار

ده وویل:

"د عامو خلکو په شهادت رسېدول که له هرې خوا وي، که دا افغان حکومت دی، که ملاتړي یې دي او که وسله وال مخالفین دي، د منلو نه دي، باید د خلکو خوندیتوب ته پام وکړي، دوی باید د عملیاتو پرمهال د ښځو، ماشومانو او بې طرفو خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز امریکايي ورځپانې لیکلي چې په افغانستان کې په هوايي حملو کې د ملیکانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دغې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، يوازې په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې ۸۹ کسان وژل شوي چې له ډلې يې ۵۳ ملکیان دي او زیاتره په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د هلمند په ګرمسیر کې د بهرنیو ځواکونو له خوا په يوه هوايي بمبار کې ۲۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ګرمسیر سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې هوايي حمله کې د ملکي وګړو یو کور په نښه شوی او لږترلږه ۳۰ تنه یې وژلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د لومړنیو څېړنو له مخې، د هلمند په هوايي بمبار کې زیاتره وژل شوي او ټپيان ښځې او ماشومان دي.

ملګرو ملتونو تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې له ۲۰۰۹ میلادي کاله په راوروسته کلونو کې د بل هرکال په پرتله د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په هوايي حملو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه وه.

بل خوا د جمعې په ورځ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې خلکو د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د ملکي وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ او له افغان حکومته یې وغوښتل چې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

د لاریون کوونکو په خبره، څو ورځې وړاندې د ياد ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۷ ملکي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

په دې تړاو په کونړ ولایت کې هم مظاهره شوې ده.

په افغانستان کې مېشت بهرنیو ځواکونو ویلي چې دا هوايي عملیات د دوی له خوا شوي او د وژل شویو کسانو په اړه څېړنې کوي.

خو دا چې د هوايي حملو پرمهال زیاتره وخت ولې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي؟ لامل یې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"د پېښو د رامنځته کېدو علت معلوم دی، له بده مرغه وسله وال طالبان او تروېستان د خلکو له کورونو، له عامه او مقدسو ځایونو ګټه اخلي چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځي، خو افغان امنیتي ځواکونه خپلو مقراراتو او تګلارو ته ژمن دي، ځکه افغان ځواکونه د خلکو د خوندیتوب لپاره خپله وینه قرباني کوي."

ښاغلی جاوید وايي، د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال افغان او بهرني ځواکونه تر وروستي بریده هڅه کوي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه وړي او خلک خوندي پاتې شي.

خو د يو شمېر افغان کارپوهانو او عامو خلکو په باور، د هوايي حملو پرمهال د لازم دقت نشتوالی او نه همغږي د دې لامل کېږي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG