د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د غزني ځيني استازي: د ولسي جرګې لپاره دې د غزني د ټاکنو په نېټه دې بیا غور وشي


په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یو شمېر استازي په دغه ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د اعلان شوې نېټې په اړه د بیا غور غوښتنه کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یو ځای د غزني ولایت لپاره د ولسي جرګې د انتخاباتو له اعلانه درې ورځې وروسته په ولسي جرګه کې د دغه ولایت ځيني استازي د یادې نېټې د ټاکلو په اړه انتقادونه لري.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازو علي اخلاقي او نفیسې اعظیمي د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په غزني ولایت کې سړې هوا او ځينې نورو ستونزو ته په پام له ولسي جرګې وغوښتل چې په خپله دغه پرېکړه بیا غور وکړي.

دوی وویل:

"کله چې طالبانو د غزني په ښار حمله وکړه، د انتخاباتو ولایتي دفتر یې وسوځاوه، هېڅ شی هم نه دي پاتې، نو ځکه باید نوې تذکرې توزېع شي او سټیکرونه ورباندې ووهل شي، فکر کوم چې په دې درې او څلورو میاشتو کې چې په غزني ولایت کې واوره هم اوري او لارې بندې دي، امکان به یې نه وي."

"غزني یو صب العبور او سوړ ولایت دی او خلک یې اصلاً رسیده ګي نه شي کولای چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید په غزني کې د انتخاباتو پر مهالوېش له سره غور وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرې چهارشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د انتخاباتو بشپړ مهالوېش، د غزنې د ولسي جرګې او د ټولو ولایتونو د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړه.

په اعلان شوې پرېکړه کې د ولسمشرۍ او په غزنې ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل د میاشتې ۳۱ مه ټاکل شوې ده.

د یادونې ده چې د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات د ناامنیو او د انتخاباتو د حوزوي کېدو د ستونزو پر بنسټ د میزان په ۲۸ مه ترسره نه شول.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني د ځینو استازو د دغې غوښتنې په ځواب کې وايي، د غزنې ولایت لپاره د انتخاباتو ټاکل شوې نېټه وروستۍ ده او په تر سره کېدو کې به يې هېڅ ستونزه نه وي.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې کمېسیون د ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره دا پرېکړه کړې ده.

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

​ده زیاته کړه:

"مونږ د غزني ولایت د انتخاباتو لپاره خپل چمتووالی لرو، دا پرېکړه وروستۍ ده او له تخنیکي ارزونو وروسته کمېسیون دا پرېکړه وکړه، اوس پلان دا دی چې له پرېکړې سره سم د حمل په ۳۱ مه انتخابات تر سره کړو."

دی وايي، د غزني د سړې هوا ستونزه هم په نظر کې نیول شوې او د میزان د ۲۸ مې او ۲۹ مې له انتخاباتو مو هم ډېر څه زد ه کړي دي.

له دې سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د حمل د میاشتې په ۳۱ مه د ولسمشرۍ او د غزنې د انتخاباتو طرحه عملي نه بولي.

خو ښاغلی رشید وايي چې ځينې وکیلان باید د انتقاد پر ځای له کمېسیون سره مرسته وکړي، تر څو په هغه ولایت کې ښه انتخابات تر سره او د غزني خلک له رأیو محروم نه شي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG