د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

ولسي جرګه: حکومت دې د کابل پوهنتون د محصلینو د لیلیې ستونزه هواره کړي


د افغانستان ولسي جرګه له حکومت په تېره بیا له لوړو زده کړو وزارته غواړي چې د کابل پوهنتون د محصلینو د لیلیې ستونزه هواره کړي.

د کابل پوهنتون په لیلیه کې د راپورته شویو جنجالونو او په تړاو یې د لسګونو کسانو د نیول کېدو او د یادې لیلې تر تړل کېدو ورسته اوس د افغانستان ولسي جرګه وایي، دغې مسئلې کابل ته له لېرې ولایتونو راغلو محصلینو ستونزې زیاتې کړې دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، حکومت باید دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او زر تر زره دې د محصلينو پر مخ لیلیه خلاصه کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د ولسی جرګې د شنبې د ورځې د عمومي غونډې مشري یې کوله، په دې اړه د خلکو د استازو تر بحثونو وروسته وویل:

امیر خان یار
امیر خان یار

"زموږ غوښتنه له حکومت او لوړو زده کړو وزارته دا ده چې مجرمین خپلې سزا ته ورسوي او هغه عام ځوانان چې اوس له لیلیې محروم پاتې دي، ستونزو ته یې د پای ټکی کېښودل شي، تر څو تعلیمي بهیر ټکنی نشي."

دوی دا هم وویل چې له ولایتونو کابل ته راغلي محصلین د خونو د کرایې توان نه لري او سرګردانه د خپلو خپلوانو په کورنو کې اوسېږي.

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د روان لمریز کال د لړم په ۲۵ مه د کابل پولیسو لسګونه هغه کسان ونیول چې په کابل پوهنتون کې یې ستونزې جوړې کړي او تاریخوالی یې رامنځته کړی و.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، په هغه شخړه کې چې د ډوډۍ د نوبت له امله رامنځته شوې وه، یو کس ووژل شو او دوه نور ټپي شوي وو.

وروسته له دغې قضیې د کابل پوهنتون لیلیه د لوړو زده کړو وزارت له خوا د محصلينو پر مخ وتړل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو تر دې وړاندې ویلي وو چې لیلیه په موقت ډول تړل شوې، خو محصلینو به بدیل اعاشه ورکول کېږي.

له دې مخکې هم د کابل پوهنتون محصلینو د لیليې ډوډۍ د ټیټ کیفیت او په یوه خونه کې د څو کسانو د اوسېدلو له امله شکایتونه کړي وو.

خو د لوړو زده کړو وزارت وایي،د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت ویاند فیصل امین وايي، لیلیه به د هلکانو پر مخ تر راتلونکي کاله پورې تړلې وي او په خبره یې چې د هغې طرحې تر عملي کېدو وروسته چې دوی جوړه کړې، د محصلينو ټولې ستونزې به هوارې شي.

ده وویل:

"ان شاالله راتلونکي لمریز کال کې به لیلیه بېرته د نارینه محصلینو پر مخ خلاصه شي، د لیلیې د وضعیت د بهترۍ لپاره یوه طرحه برابره شوې چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به موږ یوې ښې پرېکړې ته ورسېږو."

د ولسي جرګې یوه غړې راضیه منګل وایي، که د کابل پوهنتون د محصلينو وضعیت همدا شان دوام ومومي، محصلین به د اوسېدلو د ځای د نه شتون له امله لکه څنګه چې لازمه ده، خپلو ازموینو ته رسيده ګي ونشي کړای چې دا د دوی د زدکړو پر نتیجو اغېز لرلای شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG