د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۰

مشرانو جرګه: د جنيوا د کنفرانس ژمنه شوې مرستې دې د اړتیاوو له مخې ولګول شي

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، د جنيوا په کنفرانس کې باید ژمنه شوې مرستې د افغانانو د اړتیاوو له مخې ولګول شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي، د جنيوا له کنفرانسه اوس افغان حکومت د ازموینې په درشل کې دی.

د یادې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون منشي فوزيې سادات د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د جنيوا په کنفرانس کې له مرستو او ژمنو وروسته افغان حکومت ته ښايي چې خپل پروګرامونه د افغانانو د لومړیتوبونو پر بنسټ پلي کړي.

نوموړې وايي، بې کاري، له فساد سره مبارزه، ناامني او د خپل اقتصاد پیاوړتیا هغه چېلنجونه دي چې لا هم افغان حکومت ورسره مخ دی.

دا وایي:

"تر ټولو لومړی باید بنسټیز کارونه پیل شي، مونږ باید په راتلونکي کې نورو هېوادونو ته اړ نه یوو، بلکې په ځان بسیا شو، په اقتصادي برخه کې زمونږ ډېر ځوانان بېکاره دي، باید دوی ته کار پیدا شي، دا پروګرامونه او مرستې هغه وخت لا ګټورې کېږي چې په ملي یووالي سره راټول او له ولسمشره ملاتړ وکړو."

د دې چېلنجونو له منځه اداري فساد هغه ستونزه ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنيوا په کنفرانس کې هم ترې سر وټکاوه.

ښاغلي غني چې د وینا په یوه برخه کې يې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه څرګندونې کولې، وویل چې حکومت په دې برخه کې له ډېر فشار سره مخ دی.

له افغان حکومته د مرستو په ځای مصروفولو او نړیوالې ټولنې سره د ژمنو د عملي کېدو دا څرګندونې داسې مهال څرګندېږي چې د افغانستان په اړه د جنيوا نړیوال کنفرانس همدا تېره اوونۍ پای ته ورسېد.

حکومت دا کنفرانس بریالی بللی او اعلان شوې مرستې يې هم لاسته راوړنه بللي او ویلي يې دي، دا مرسته له افغانانو سره په مهم وخت کې شوې ده.

د جنيوا کنفرانس چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د سويس د جنيوا په ښار کې جوړه شوه، پکې د افغانستان پر سولې، اقتصادي ځان بساینې او په ‌دې هېواد کې پر بېلابېلو برخو کې د شوېو پرمختګونو په اړه بحثونه وشول.

په دغه کنفرانس کې د ۶۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ۳۵ نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

دغه کنفرانس ته د افغانستان د مدني ټولنو په استازیتوب هم یو لس کسیز پلاوی ورغلی و.

دغه پلاوی چې لا هم په جنيوا کې دی، د سولې له بهیره د نړیوالې ټولنې ملاتړ او د دوی د تمې خلاف له افغانستان سره نېږدې ۵۰۰ ميلیونه یورو مرسته د یاد کنفرانس د پام وړ لاسته راوړنه بللې ده.

د سولې او ولسواکۍ د برابرۍ بنسټ اجرائیوي رئیس واجد خان وايي، د مرستو تر څنګ د افغانستان د سولې اړوند بحث هم د پام وړ و، ځکه په خبره یې چې سوله د نورو ښيګڼو تر څنګ په موثر ډول د مرستو لګولو ته زمینه برابروي.

دی وایي:

"یو ښه ګام دا و چې ټولې نړۍ د افغانستان په سولې خبرې وکړې او دوی د افغانانو پلان تأيید کړ، دوی په دې اقرار وکړ چې جګړه د حل لار نه ده او اوس د خبرو ښه لار پاتې ده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د جنيوا د کنفرانس د مرستو سم لګښت او په ژمنو عمل خورا مهم کارونه بولي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې شفافیت مهم دی او یوازې په ستونزو باندې اقرار بیا دا مزل سختولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG