د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

ولسمشریزو ټاکنو ته د ټاکنیزو ټکټونو پر سر د سیاسي احزابو مشورې!


یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه وايي، ډېر ژر به راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپل نوماندان معرفي کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو په رانېږدې کېدو یو شمېر مشهورې سیاسي څېرې او ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره د احتمالي نوماندانو د معرفي کولو او ټاکنیزو ټکټونو پر سر مشورې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر مطبوعاتي مسؤل د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ښاغلي اتمر د کاندیدېدو خبر ورکړی.

د دغه دفتر ویاند تواب غورځنګ د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

تواب غورځنګ
تواب غورځنګ

"مونږ په هېواد کې له بېلابېلو جریانونو سره د مذاکرې په حال کې یوو، که د خدای (ج) رضاه وه، نو له یوه ملي او با اعتباره ټيم سره به انتخاباتي میدان ته را ودانګو او ټول سیاسي جریانونه او خلک به د ټيم په ترکیب کې خپل استازیتوب احساس کړي."

په ورته وخت کې محمد حنیف اتمر ته نېږدې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف له غړو محمد یونس قانوني اومحمد محقق به د ښاغلي اتمر د مرستیالانو په توګه له دغه ټيم سره یوځای شي.

هڅه مو وکړه څو له ښاغلي محقق او قانوني سره خبرې وکړو، خو بریالي نه شو.

له بلې خوا د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړي محمد اسماعیل خان د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه ښاغلي محقق او یونس قانوني په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

ښاغلی اسماعیل خان وايي، د "افغانستان لوی ملي ائتلاف" چې د افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف په نوم د درېیو ګوندونو په نوښت یو شمېر نور سیاسي ګوندونه او سیاسي شخصیتونه په کې شامل دي، هڅه کوي چې څو د خوښې وړ نوماند معرفي کړي.

د نوموړي په وینا، که چېرې دغه هڅې نتیجه ور نه کړي، جمعيت اسلامي ګوند به ډېر ژر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپل نوماند معرفي کړي.

محمد اسماعیل خان
محمد اسماعیل خان

ده وویل:

"که چېرې جمعيت ګوند نتیجې ته ونه رسېږي چې له لوی ملي ائتلاف څخه یو کس د نوماند په توګه وټاکي او یا هم له کوم بل ټیم سره یوځای نه شو، نو جمعیت به خپل کاندید معرفي کړي، خو اوس ټول په دې عقیده یوو چې لوی ملي ائتلاف څخه به یو کاندید ولرو، او تراوسه محقق او قانوني صاحب هم له ائتلاف څخه جلا پرېکړه نه ده کړې."

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د وري یا حمل د میاشتې په ۳۱ مه ترسره شي.

د مهالوېش په اساس به د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهېر تر راتلونکو درېیو اونیو پورې پیل شي.

ولسمشر غني ویلي چې د راتلونکي کال په انتخاباتو کې به کاندید وي.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اجرائیه ریاست مرسیتال ویاند امید میثم د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، اجرائیه رئیس به له بېلابېلو قشرونو سره تر سلا مشورو وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، تر راتلونکي یوې اوونۍ پورې به خپل نوماند مشخص کړي.

د دغه ګوند یوه ویاند حشمت الله ارشد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی له سیاسي جریانونو او ګوندونو سره په دې اړه خبرې کوي، څو د حمل د ۳۱ مې نېټې په انتخاباتو کې له یوه ځانګړي نومانده ملاتړ وکړي.

حشمت الله ارشد
حشمت الله ارشد

نوموړي وویل:

"په دې اړه جدي خبرې اترې روانې دي او ان شاالله تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به حزب اسلامي خپل ملاتړ له یوه ځانګړي نومانده اعلان کړي."

له دې سره هممهاله د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د افغانستان د حراست او ثبات شورا د نړېوالو اړېکو د کمېټې مشر محمد عمر داودزي دفتر ویاند وايي، له یو قوي ټيم سره به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ونډه واخلي.

سید میثم احساني ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته د انتخاباتي ټکټ د وړاندې کولو په تړاو له سیاسي جریانونو سره جدې خبرې روانې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG