د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۶

د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو سرمشریزه نن په ارجنټاین کې پرانیستل کېږي

په پام کې ده چې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو سرمشریزه نن د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس ایرس کې پرانیستل شي.

د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو سرمشریزه نن جمعه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په خوښه د نړیوال تجارتي اتحاد د جوړولو لپاره هڅې کېږي.

ولسمشر ټرمپ به د دې سرمشریزې له پیلېدو مخکې د خپل دې شعار نتیجه وویني چې وايي، له هرڅه مخکې امریکا داسې چې د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس ایرس کې به د شمالي امریکا د ازاد تجارت د تړون نفتا نوې بڼه لاسلیک شي.

د امریکا، مکسیکو او کاناډا د موافقې په نوم نوی تړون تر ډېره د پخواني هغه په څېر دی، خو ولسمشر ټرمپ یولړ بدلونونه پکې راوستل چې د ده په وینا، د امریکايي کارګرانو ګټې خوندي کوي او په مخکني تړون نفتا کې نه وو.

دا تړون چې ښايي کوم د پام وړ بدلونونه را نه ولي، د درېیو هېوادونو د مشرانو له خوا نه، بلکې د مرکچیانو له خوا لاسلیک کېږي.

ټرمپ له چین څخه پر وارداتو د نویو تجارتي تعرفو له لګولو او د نوي کال په جنورۍ میاشت کې د نویو تعرفو له ګواښ وروسته د دې سرمشریزې په څنډه کې له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنې ته هم تیاری نیسي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ځینو سرچینو ویلي چې د اقلیمي بدلون پرسر لانجې د سرمشریزې د وروستۍ ګډې اعلامیې پر وړاندې په یوه خنډ بدلېږي.

د سرمشریزې کوربه هېواد ارجنټاین که څه هم د نړۍ د شلو اقتصادي قدرتونو په کتار کې دی، خو د اقتصادي ستونزو له کبله له انفلاسیون او زیاتېدونکې بېکارۍ سره مخامخ دی.

د دې ستونزو پرضد د اعتراض لپاره پرون پنجشنبه یو شمېر خلکو د کانګرس د ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه.

د ارجنټاین حکومت ویلي چې تشدد ته په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي او اعتراض کوونکو هم ورسره منلې ده چې سوله ییزې مظاهرې به کوي.

د دې سرمشریزې په ترڅ کې یو لړ ډيپلوماتیک فعالیتونه هم پلان شوي او ګڼ شمېر دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې کتنې پکې په پام کې دي.

په دې لړ کې به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د جاپان صدراعظم شینزو ابې هم د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره لیدنې کتنې وکړي.

د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل هم نن له ولسمشر ټرمپ سره ګوري، خو دا به د سرمشریزې په پرانیستونکې غونډه کې نه وي، ځکه الوتکې یې د تخنیکي ستونزو له کبله په کولن ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه او د دې په سفر کې ځنډ راغی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG