د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

ولسمشر غني: د زراعتي سکټور پراختیا له مخدره موادو سره د مبازې غوره لاره ده


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نشه یي موادو سره د مبارزې لپاره د زراعتي سکټور وده ګټوره او غوره لاره وبلله.

د جنیوا کنفرانس چې د روان میلادي کال د نومبر د میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه په سویس کې جوړ شوی و، په افغانستان کې پر انکشافي مسايلو او سولې سربېره د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق پر موضوع هم بحث وشو.

ولسمشر محمد اشرف غني د (۶۲) هېوادونو او (۳۵) مرستندویو موسسو استازو ته په وینا کې وویل، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې زراعت ښه وده کړې، خو د زراعتي تولیداتو د پروسس او نړیوالو بازارونو ته د رسېدلو په برخه کې اوس هم ډېرې ستونزې شته.

محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

ښاغلي غني وویل:

"په افغانستان کې د زراعت وده کولای شي چې له نشه يي موادو سره مبارزه اسانه کړي، دغه ډول د نړيوال ثبات او سولې په برخه کې هم مرسته کولای شي، د زراعتي محصولاتو موضوع واقعاً ډېره مهمه ده، د زراعتي تولیداتو په برخه کې نيمګړتياوي او نړیوالو مارکېټونو ته زموږ د زراعتي محصولاتو نه رسېدل هغه دوه اساسي ستونزې دي چې زموږ نيمګړتيا نه ده، دا نيمګړتيا په سېستم کې ده چې موږ یې له نړیوالو مارکېټونو سره نه يوو تړلي، که دا سېستمونه ورغول شي، نو میلیونونه کاري فرصتونه به پیدا شي، زراعت د نړیوال ثبات او امنیت کیلي ده او د زراعتي سکټورپرمختګ بیا د نشه يي موادو پر وړاندې د بریالیتوب کیلي ده."

ولسمشر غني په داسې حال کې د زراعتي سکټور پر وده ټینګار کوي او د نشه يي موادو د کښت په راکمولو کې یې مهم ګڼي چې د ۱۳۹۷ کال د تازه سروې له مخې، په افغانستان کې په (۲۶۳) زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو چې دا کښت د ۱۳۹۶ کال په پرتله په سلو کې شل را کم شوی دی.

له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیواله اداره چې په دې سروې کې یې له نشه يي موادو سره د مبارزې له وزارت سره همکاري کړې، ویلي چې وچکالي د کوکنارو د کښت د کموالي عامل ده، وچکالۍ د کوکنارو پر کښت برسېره نور زراعتي محصولات هم زيانمن کړي دي.

ارشیف
ارشیف

​د فراه ولایت پخوانی والي محمد عمر شیرزاد وايي چې پر زراعتي سکټور پانګونه کولای شي چې د کوکنارو له کښته د بزګرانو لېوالتیا را کمه کړي، ځکه چې ډېری بزګران د زراعتي محصولاتو د ارزانۍ او کموالي له امله کوکنار کري.

ده وویل:

"َغوره لاره دا ده چې له بزګرانو او ځمکه والو سره مرسته وشي، ترڅو زراعتي محصولات د دوی د ځمکو او کورنیو لګښتونه پوره کړي، د بزګرانو زراعتي محصولاتو ته باید مارکېټ پیدا شي او زراعت باید میکانیزه شي، زه ډاډه یم چې دا هڅې به د نشه يي موادو د کښت په را کمولو کې ډېره مرسته وکړي."

افغان حکومت د جنیوا په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې، په تېره بيا مرستندویو هېوادونو سره ژمنه وکړه چې د جګړې د عواملو له منځه وړلو په برخه کې به له نشه يي موادو سره جدي مبارزه وکړي.

دغه ډول ښاغلی شیرزاد په افغانستان کې د مافیايي ډلو فعالیت د جګړې د دوام اصلي لامل بولي او وړاندیز کوي چې د جنګي ډلو د فعالیت ختمولو لپاره باید د کوکنارو بوټي له منځه یووړل شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG