د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

په ترکیه کې هر کال د ۲۵۰ افغان ناروغانو وړیا درملنه کېږي


په انقره کې د افغانستان روغتيايي اتشه کارګر نور اوغلي وايي، له افغانستانه هر کال ۲۵۰ ناروغان د درملنې لپاره ترکیې ته استول کېږي چې ۹۰ سلنه یې له بشپړې روغتيا برخمن شوي دي.

د ترکیې په انقرې ښار کې د اتاترک تحقیقاتي او روزنیز روغتون هغه مرکز دی چې په کلني ډول لسګونو افغانانو ته وړیا درملنه کوي.

په دغه روغتون کې د هډوکو د ناروغیو متخصص ډاکتر محمد عاطف ایرول اک سئکیلي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د روان کال په اوږدو کې لږترلږه پنځه تنه هغه افغانان یې تر درملنې لاندې نیولي چې په سکولیوس یا د ملا د تیر په کوږوالي اخته وو.

نوموړي وویل، په سکولیوس اخته ډېری ناروغان ورته ناوخته مراجعه کوي او له همدې وجې اړ کېږي چې دا ډول ناروغان عملیات کړي.

که څه هم په افغانستان کې د دا ډول ناروغانو درملنه ناشونې ده، خو ښاغلی عاطف وايي، ټول هغه ناروغان یې چې عمليات کړي له روغ صحته برخمن شوي دي.

داکتر محمد عاطف ایرول اک سئکیلي
داکتر محمد عاطف ایرول اک سئکیلي

ده وویل:

"هغه ناروغان چې له افغانستانه راځي، ډېری یې سکولیوس ناروغي لري چې هېڅ یو مې هم پرته له درملنې نه دی استولی، مونږ تل هڅه کړې چې په ښه توګه د دغو ناروغانو درملنه وشي، د همدې کال په اوږدو کې څلورو یا پنځو ناروغانو ته درملنه شوې، که څه هم په ځنډ مونږ ته راغلي دي، خو مونږ خپله ټوله هڅه کړې او دا مونږ ته د ویاړ ځای دی چې له داسې خلکو سره مرسته کوو، دا زمونږ انساني دنده ده."

په دغه روغتون کې له پنجشېره ورغلې امینه هم له همدې ناروغۍ کړېږي.

دغه پنځه لس کلنه نجلۍ له تېرو ۷ کالو راهیسې د ملا د تير له کوږوالي سره مخ ده.

د امینې پلار حمیدالله ازادي راډيو ته وویل، درې ځلې پاکستان ته هم تللی، خو مثبته نتیجه یې نه ده اخیستې.

د نوموړي په وینا، لور یې لس ورځې وړاندې د ترکیې په اتاترک روغتون کې عملیات شوه او اوس یې وضعيت تر پخوا ښه شوی دی.

دی وایي:

"په افغانستان کې هم یو شمېر ډاکترانو ته ورغلم، خو ډاکترانو وویل چې د دې ناروغۍ درملنه یې له وسه پوره نه ده، له کومې ورځې مې چې امينه ترکیې ته وړې ده او عملیات شوه اوس شکر دی وضعیت یې ښه شوی، لس ورځې وړاندې د ترکیې په اتاترک روغتون کې عملیات شوه."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او ترکیې دولت ترمنځ د شوې هوکړې په اساس، له تېرو لسو کلونو راهیسې په کلني ډول ۲۵۰ ناروغان د درملنې لپاره ترکیې ته استول کېږي او د ترکیې په روغتونو کې یې په وړیا توګه درملنه کېږي.

په انقره کې د افغانستان روغتيايي اتشه کارګر نور اوغلي وايي، پنځوس ناروغان په مزارشریف کې د ترکیې د قونسلګرۍ له لارې او پاتې نور بیا د عامې روغتیا وزارت له لوري له کابله په دې سهم کې شاملېږي.

د نور اوغلي په وینا، په کلني ډول د مراجعینو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېږي چې د ترکیې او عامې روغتیا وزارت د ګډ کمېسیون له لوري یې دوسیې څېړل کېږي او بیا مستحق ناروغان ترکیې ته استول کېږي.

په انقره کې د افغانستان روغتیایي اتشه کارګر نور اوغلي
په انقره کې د افغانستان روغتیایي اتشه کارګر نور اوغلي

دی وایي:

"کمېسیون د ناروغانو دوسیې څېړي، که چېرې په رښتیا هم په افغانستان کې یې درملنه ناشونې وي او یا لوړ لګښت ولري، کمېسیون پرېکړه کوي چې ناروغ دې ترکیې ته واستول شي، په کلني ډول له پنځو زرو ډېر ناروغان مراجعه کوي چې ۲۵۰ یې ترکیې ته استول کېږي."

نوموړي وویل، هغه ناروغان چې د ترکیې دولت له لوري منل کېږي، په وړیا توګه یې درملنه کېږي، خو په وینا یې چې د تګ را تګ او اوسېدو لګښت د ناروغ په غاړه وي.

د کارګر په وینا، د دې لپاره چې په ترکیه کې درملنه تجارتي نه ده او په دغه هېواد کې یې معیاري درملنه کېږي، ډېری ناروغان له درملنې مثبته نتیجه اخلي.

د افغانستان روغتیایي اتشه وايي، هغه ناروغان چې د ترکیې له لارې منل کېږي ډېری یې ماشومان او په سرطاني او زړه ناروغیو اخته کسان دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG