د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
ډونالد ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره پلان شوې کتنه فسخه کوي
تازه خبر
دوشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

ډونالد ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره پلان شوې کتنه فسخه کوي


د امریکا او روسیې ولسمشران
د امریکا او روسیې ولسمشران

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره پلان شوې کتنه فسخه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ده پرېکړه کړې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپله پلان شوې لیدنه لغوه کړي.

ښاغلی ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغه کوي چې روسیې په توره بحیره کې یوشمېر اوکراینۍ کښتۍ او د هغوی ماڼوګان ونیول.

په پام کې وه چې ټرمپ او پوتین به په ارجنټاین کې د شلو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې سره ګوري، خو ښاغلي ټرمپ پرون د پنجشنبې په ورځ د نوامبر په ۲۹مه پر ټوېټر په یوه پیغام کې ولیکل، دې حقیقت ته په پام سره چې روسیې اوکرایني ماڼوګان او کښتۍ بېرته اوکراین ته نه دي سپارلي، نو ده پرېکړه کړې چې په ارجنټاین کې له ولسمشر پوتین سره خپله پلان شوې لیدنه فسخه کړي.

ټرمپ ارجنټاین ته له روانېدو وروسته پر ټوېټر په یوه بل پیغام کې ولیکل چې د دې وضعیت له حل وروسته له پوتین سره د بلې لیدنې په هیله دی.

په همدې حال کې د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف روسي رسنیو ته ویلي چې د پوتین او ټرمپ د لیدنې د فسخه کېدو په اړه کرملین ته تر دې دمه رسمي خبر نه دی ورکړل شوی.

د روسيې پوځ د روانې اوونۍ په پیل کې د کریمیا ټاپووزمې سواحلو ته نېږدې په توره بحیره کې پر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې، یوشمېر کښتۍ او ۲۴ ماڼوګان یې ونیول. روسیې کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه او له خپل قلمرو سره یې ضمیمه کړه.

اوکرایني ماڼوګان د کریمیا اوبو ته د غیر قانوني ننوتلو په تور نیول شوي دي.

له دې پېښې وروسته اوکراین د دې هېواد په ځینو برخو کې پوځي حکومت اعلان کړ.

د اوکراین ولسمشر پټرو پوروشینکو له ناټو غوښتي دي چې خپلې جنګي کښتۍ د اوکراین د ساتنې لپاره ازوف بحیرې ته واستوي.

پوروشینکو د جرمني له بیلډ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه، هیله ښودلې چې اروپايي هېوادونه به پر مسکو د نورو تحریمونو په ګډون، په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

په همدې حال کې د ناټو ویاند ویلي، د دې ټلوالې پوځي کښتۍ له پخوا راهیسې په سیمه کې حضور لري او په توره بحیره کې ګزمې او پوځي تمرینونه کوي.

ناټو ویلي دي چې د اوکراین په څنګ کې به وي او له روسیې یې غوښتي چې اوکراینۍ کښتۍ او د هغوی عمله خوشې کړي.

پوروشینکو ویلي، داسې شواهد شته دي چې ښيي روسیه د اوکراین پرضد د نویو تهاجمي عملیاتو پلان لري.

هغه بیلډ ورځپاڼې ته ویلي، د سټلایټ په وسیله اخیستل شوي ځیني تصویرونه یې چې د ده دا ادعا ثابتوي، په ناټو کې خپلو متحدانو ته ورښودلي دي.

د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل پرون د پنجشنبې په ورځ په برلین کې د جرمني او اوکراین ګډې اقتصادي غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د شلو صنعتي هېوادو په سرمشریزه کې به له ولسمشر پوتینه وغواړي چې اوکرایني کښتۍ او ماڼوګان خوشې کړي.

هغې زیاته کړه چې دا لانجه یوازې او یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي، نه په پوځي لارو.

XS
SM
MD
LG