د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونو ته لازمې سپارښتنې!


په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له اندېښنې او سپارښتنو سره یوځای افغان امنیتي بنسټونه د عملیاتو په څرنګوالي کې د ځينو بدلونونو خبره کوي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه وايي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره يې ځواکونو ته د لازمې پاملرنې سپارښتنه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان ځواکونو ته د پاملرنې او د شپې له‌خوا د کموعملیاتو ویل شوي، څو د دوی په نظامي ماموریت کې د خلکو ساتنه یقیني شوي وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"ټولو افغان ځواکونو په تېره هم زموږ پولیسو ته دنده سپارل شوي چې د عملیاتو په وخت کې لازمه پاملرنه وکړي، په‎دې لړ کې د شپې عملیات، هوايي عملیات او له درنو وسلو څخه استفاده کمه شوې او دا د دې لپاره دي چې خدای مه‎کړه د حکومت په نظامي ماموریت کې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد بیا وايي، افغان ځواکونه د ورکړل شوېو طرزالعملونو په نظر کې نیولو سره دنده ترسره کوي او ټولو جنګي قوانینو ته پابند دي.

دی د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړه شمېره د دولت په وسله‎والو مخالفینو اچوي، خو طالبانو بیا تل دا ډول څرګندونې رد کړي دي او ویلي يي دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړه شمېره د هوايي عملیاتو له کبله ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د ملکي وګړو د تلفاتو لوړه شمېره د عامو افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره ځورونکي بللې ده.

پېټرمورر په ملکي وګړو تلفاتو د اندېښنې ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې که په افغانستان کې د سولې خبرې بریالۍ او یا ناکامېږي باید هم د جګړې د ښکېلو خواوو څخه په ملکي وګړو د نه حملو ژمنتیا موجوده وي.

د سره صلیب څخه په خپره شوې اعلامیه کې روان ۲۰۱۸ میلادي کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خطرناک بلل شوی او لیکلي يې دي چې یوازې د دغې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ کسان وژل شوي دي.

دا اعلامیه د سې شنبې په ورځ د جینوا د غونډې ترڅنګ د افغان ولسمشر او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رئیس له لیدو کاتو وروسته خپره شوې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب ډله وايي، د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا د بیا- بیا ژمنو سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه‌ده ودرېدلې.

د یادې ډلې مشر عزیز احمد تسل ازادي راډیو ته وویل، دوی په همدې روانه میاشت کې د افغانستان له ۱۶ ولایتونو څخه د ملکي وګړو د تلفاتو راپورونه ثبت کړي دي.

دی وايي:

"موږ لکه د تل په څېر اوس هم تلفات لرو دا میاشت تر ټولو ډېره شمېره په کابل کې ده او همدا راز له ۱۶ ولایتونو څخه د مرګ ژوبلې راپورونه لرو چې شمېرې به يې ډېر ژر خپرې شي."

د ده په وینا تېره اوونۍ په کابل کې انتحاري حمله چې په یوه مذهبي غونډه کې يې ۵۵ کسان ووژل او له هغې وروسته بیا تېره ورځ په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو له‌خوا حمله ښيې چې د ملکي وګړو د تلفاتو بوږنونکي لړۍ روانه ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG