د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

خدروکوفسکي: له روسي حکومته د ځان ساتنې لپاره پکار ده چې خلک وسلې ولري


د روسیې د حکومت مخالف میخایل خدروکوفسکي هلته د ډموکراتیک تغییر د امکان په اړه خوشبین دی، خو خلکو ته ضروري ګڼي چې له خپله حکومته د ځان د دفاع لپاره وسلې ولري.

میخایل خدروکوفسکي په روسیه کې له پېژندل شوو ميلیونرانو و او له رژیم سره د سیاسي مخالفتونو له امله د هغه هېواد په تر ټولو زیات پېژندل شوي سیاسي زنداني بدل شو.

هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په روسیه کې له زندانه خوشې شو او سمدستي یې انګلستان ته پناه یووړه.

میخایل خدروکوفسکي د روسیې د ډموکراسۍ اينده په داسې حکومت کې ویني چې واک په ټوله روسیه وویشل شي، پر یوه سیمه متمرکز حکومت له منځه ولاړ او د جنايي تحقیقاتو پروسه اصلاح شي.

خدروکوفسکي ویلي چې په روسیه کې د ولسواکۍ په اړه نور نظرونه به وروسته اعلان کړي.

هغه یو وخت له کرنټ ټایم ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې روسیه له پېړیو راهیسې د اروپايي کېدو پر لار روانه ده او د روسي وګړي مجبور دي چې له "جنايتکارو ډلو " نه، بلکې له خپله "حکومته" د ځان د دفاع لپاره وسلې ولري.

میخایل خدروکوفسکي وویل:

"زما په باور، که غواړو چې ازاد ژوند وکړو، باید وسلې ولرو، څو له خپله حکومته ځان خوندي وساتو."

خدروکوفسکي ۵۵ کلن دی.

هغه په روسیه کې په مالي درغلۍ تورن شو او تر محاکمې وروسته یې تر یوې لسیزې زیات وخت په زندان کې تېر کړ.

بریتانیې ته تر تښتېدو وروسته، خدروکوفسکي په روسیه کې د ډموکراسۍ د پلوۍ لپاره د (اوپین روسیه) په نوم اداره جوړه کړه.

په روسیه کې د هغه د تېلو شرکت یوکاس لغوه شو او پانګه یې د روسیې د تېلو ستر دولتي شرکت روزنفت واخیسته.

میخايل خدروکوفسکي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په روسیه کې د پېژندل شوي سیاستوال او د رژیم د مخالف بوریس نېمڅوف قتل د هغو ګواښونو ښه بېلګه بللې چې د ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې روسیه کې سیاسي مخالفان ورسره مخامخ دي.

تر بوریس نېمڅوف وروسته د روسیې د صدراعظم یو پخوانی مرستیال د کرملين له دېوالونو په لنډ واټن کې وویشتل او ووژل شو.

د روسیې قاضیانو د چيچنیا پنځه وګړي په دې پېښه کې مجرم وپېژندل.

خو کورنۍ او دوستانو یې اندېښنه درلوده چې هغه کسان چې د هغه د قتل امر يې کړی و، ښايي هېڅ کله ونه پېژندل او ونه نیول شي.

خدروکوفسکي ویلي، که چېرې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوی قتل وغواړي، دی او د رژیم نور پېژندل شوي مخالف سیاسي فعالان چې الکسي نوالني هم په کې شامل دی، د ژوندي پاتې کېدو کم چانس لري.

خو په روسیه کې د روان وضعیت له داسې تاریک تصویر سره هم، خودروکوفسکي وايي چې د خپل هېواد تاریخ د امید سرچینه ګڼلای شي.

خدروکوفسکي د توضیح لپاره کرنټ ټایم ټلوېزیون ته ویلي:

"د روسیې تجربه څرګندوي چې موږ لا هم د اروپايي کېدو پر لار د پرمختګ په حال کې یوو او په وروستیو ۵۰۰ کلونو کې له دې لارې نه یوو اوښتي، موږ کله شاته پاتې شوي او له لارې کاږه شوي یوو، خو بېرته لارې ته سم شوي یوو."

هغه ومنله چې په روسیه کې ستونزې ډېرې دي، خو دی بیا هم خوشبین دی، ځکه په روسیه کې د ستالین د واکمنۍ یا تر هغه په وروسته کلونو کې وضعیت بیا نه دی تکرار شوی.

XS
SM
MD
LG