د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د ۲۰۹ شاهین قول اردو : د فساد او بې کفایتۍ په تور مو لسګونه افسران له دندو لېرې کړي


د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین د بې کفایتۍ او فساد په تور د خپلو لسګونو افسرانو د لېرې کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د تعیناتو د بورډ د تازه پرېکړې پر اساس، لسګونه پوځي افسران د فساد او په دندو کې د بې کفایتۍ له امله له دندو لېرې کړای شوي دي.

د دغه پوځيانو شمېر ۱۱۰ تنو ته رسېږي چې افسران، د کنډکونو قوماندانان او ان د قول اردو په سطحه تصمیم نیوونکي په کې شامل دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه پرېکړه د دندو د ښې اجرا په هدف شوې ده او د لېرې کړای شویو افسرانو پر ځاید وړتیاوو ډک نور کسان یې پر ځای ګمارل شوي دي.

ده وویل:

"د پلان له مخې، د هرې قول اردو تعینات اجرا کېږي چې له نېکه مرغه د شاهین قول اردو د تعیناتو بورډ هم ناسته تر سره کړه، د دوی د پرېکړې له مخې، سلګونه هغه کسان چې په فساد کې ښکېل وو او یا يې د دندې د اجرا وړتیا نه لرله، له دندو لېرې او یا بدل را بدل شول او اوس يې پر ځای نوي کسان ټاکل شوي دي."

ښاغلی احمدزی وايي، دغه پوځي افسران يې ځکه له دندو لېرې او یا هم بدل کړل، ترڅو د شمالي ولایتونو په امنیتي وضعیت کې ښه والی رامنځته شي.

نوموی وایي، د شمالي ولایتونو فاریاب او تخار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، خو د دغه دوو ولایتونو ترڅنګ په کندز، بغلان او بدخشان کې ناامني موجوده ده.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې جنرال نظیفه ذکي د شاهین په قول اردو کې تغیرات پر ځای ګام بولي.

نوموړې وايي، د دوی څېړنې ښيي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې فساد شته او حتی د دوی په اعاشو کې هم فساد کېږي.

دې وویل:

"تېر کال مونږ په یوه پلاوي کې وو، کله مو چې د ځواکونو له اعاشو کنټرول وکړ، ومو لیدل چې دوی ته ډېرې ښې مڼې حواله وې، خو چې کله مو ارزونه کوله، ومو لیدل چې داسې مڼې ورکول کېدې چې د خوړلو نه وې، مونږ فساد تأییدوو او دا حتی د جګړې په لومړیو لیکو کې شته."

مېرمن ذکي وايي، که د دغو تغیراتو په نتیجه کې وړ کسان پر دندو ګمارل کېږي، د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره به يې نتیجې مثبتې وي.

د نوموړې په وینا، ادلون بدلون یو اصل دی او اړتیا د دې لیدل کېږي چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره افسران هم بدل را بدل شي.

XS
SM
MD
LG