د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

سپیدار: د هغو کسانو پلوي به ونه کړو چې د برښنا د شرکت پورونه نه ورکوي


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د هغو کسانو پلوي به ونه کړي چې د برښنا شرکت پورونه نه ورکوي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د افغانستان د برښنا شرکت د پورونو په راټولولو کې به له دغه شرکت سره مرسته وکړي.

د اجرائیه ریاست مسؤلین وايي، هېڅ کله د دې پلوي نه کوي چې د برښنا شرکت پوروړي دې د دغه شرکت پورونه ورنه کړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، اجرائیه ریاست تاکید کوي چې برښنا شرکت دې لومړی د برښنا د لګښت له امله د خپلو ټولو پوروړو کره لېست ترتیب او حکومت ته وسپاري.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

ده وویل:

"اجرائیه رئیس په وار وار ټینګار کړی، هغه کسان چې د برښنا شرکت پوروړي دي، باید خپل پورونه په وخت اداء کړي، اجرائیه رئیس په وزیرانو شورا کې سپارښتنه کړې چې برښنا شرکت دې لومړی د خپلو پوروړو کره لېست ترتیب او له پوروړو سره شریک کړي، که له هغې وروسته چا سرغړونه کوله، بیا دې یې نومونه افشا شي، هر څوک چې وي، باید قانون ومني."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برښنا شرکت رئيس امان الله غالب په دې وروستیو کې ولسې جرګې ته ویلي چې اجرائیه ریاست اوس نه غواړي چې د برښنا د پوروړو نومونه دې د رسنیو له لارې خپاره شي.

د افغانستان د برښنا شرکت مسؤلین وايي، دمګړۍ شااوخوا دوه زره کسان چې یو شمېر سوداګر، د افغانستان ځیني پېژندل شوي سیاسیون، د ملي شورا ځیني غړي او ځیني زورواکي په کې شامل دي، د برښنا د لګښت له امله څه باندې څلور میلیارده افغانۍ د دوی دایمي پوروړي دي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، د هېواد برښنا له ګاونډیو هېوادونو پېرل کېږي او که د دوی پورونه ورنه کړل شي، د دغه شرکت په پراختیا یي چارو به ناوړه اثر برې باسي.

ښاغلی توحیدي وايي، سربېره پر دې، ځینې دولتي ادارې هم شته چې د دغه شرکت شااوخوا ۵ میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

دی هیله ښیي چې د حکومت په همکارۍ ډېر ژر دغه پورونه ترلاسه شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون ځیني غړي ټینګار کوي چې د برښنا شرکت دې وخت نه ضايع کوي او ډېر ژر دې د خپلو پوروړو نومونه که په هره سطحه کې وي، د رسنیو له لارې خلکو ته افشا کړي.

د دغه کمېسیون غړې حبیبې سادات ازادي راډیو ته وویل:

"ډېری هغه کسان چې قدرت لري او زورواکي دي، د برښنا پیسې نه ورکوي، غریب اولس پر وخت د برښنا بیل تحویلوي، زموږ اداره او ریاست نه دی توانېدلی چې دغه مسئله رسنیزه کړي، دوی باید دغه موضوع رسنیو ته وباسي، دوهمه موضوع دا ده چې پر حکومت فشار راولي چې همکاري ورسره وکړي."

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د برښنا شرکت د برښنا د لګښت له امله د خپلو پورونو په نه ترلاسه کېدو اندېښنه ښيي، بلکې پخوا تر دې یې څو ځلې عملي هڅې کړي، د ځینو پوروړو د برښنا مزي یې پرې کړي، خو د ځینو زورواکو له غبرګون سره مخ شوي او په بشپړه توګه نه دي توانېدلي چې له خلکو او دولتي ادارو څخه خپل ټول پورونه ترلاسه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG