د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره بشپړ مهالوېش اعلان کړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بالاخره د راتلونکي کال د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره چې د حمل د میاشتې په ۳۱مه نېټه تر سره کېږي، بشپړ مهالوېش اعلان کړ.

په اعلان شوي مهالوېش کې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو او د رأیې ورکوونکو د نوم ثبتونې، د شکایتونو د څېړنې، د لومړنیو او نهایي نتیجو د اعلان او یو شمېر وختونه ځانګړي شوي دي.

دا مهالوېش چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اکثره کمیشنرانو او رئیس په حضور کې د چهارشنبې په ورځ تصویب شو، د دغه کمېسیون د یوې کمیشنرې ملیحې حسن له خوا یې یوه برخه داسې اعلان شوه:

"د جمهوري ریاست د کاندیدانو نوم ثبتونه د روان کال د جدي له لومړی نېټې تر ۱۲مې نېټې پورې تر سره کېږي، د جمهوري ریاست د کاندیدانو نوملړ د جدي په ۱۸ مه خپرېږي او د کاندیدانو د نومونو قره کشي هم د ۱۳۹۷ کال د حوت په پنځمه نېټه تر سره کېږي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د غزني د ولسي جرګې انتخابات هم ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل په ۳۱ مه نېټه د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یو ځای تر سره کېږي.

د کمېسیون د اعلان له مخې ټاکل شوې چې د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو انتخابات بیا د راتلونکي کال د سنبلې په ۳۰مه تر سره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتیجې له انتخاباتو ۲۱ ورځې وروسته د ثور په ۲۱مه او وروستۍ هغه يې بیا له انتخاباتو نېږدې دوه میاشتې وروسته د جوزا په ۲۵ مه نېټه اعلانوي.

کمېسیون وايي، هغه رأیې ورکوونکي چې له نوم لیکنې پاتې، له جدي د دلوې تر څلورمې نېټې پورې به يې نوم لیکنه بشپړه کړي.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو که څه هم یاد مهالوېش له قانون سره سم بللی، خو د دغو انتخاباتو پر وړاندې د ځينو جدي ستونزو یادونه هم کوي.

له ډلې يې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، سیاسي او تخنیکي ستونزو او ظرفیت ته په کتو، دوی ډاډمن نه دي چې دا انتخابات دې په اعلان شوي وخت تر سره شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده وویل:

"د هر کلي تر څنګ دا اندېښنه هم شته چې کېدای شي چې ډېر موضوعات بدل را بدل شي او دا انتخابات یو ځل بیا وځنډېږي، دا چې دوه یا درې میاشتې ځنډېږي، دا به وروسته معلومه شي، خو حالاتو ته په کتو دا ویلای شم چې وروسته به د ځينو غوښتنو پر بنسټ انتخابات ځنډېږي."

خو له دغو اندېښنو سره سره افغان حکومت په خپل وخت د انتخاباتو په تر سره کېدو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې دوی په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته لازم چمتووالی لري.

د جمهور رئیس غني ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په یوه لېږلې ویډیو کې ویلي، د حکومت غوښتنه دا ده چې انتخابات په اعلان شوې نېټه تر سره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG