د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د والي ویاند: د بلخ-سرپل په لاره د برمته شویو مسافرو د خوشې کولو هڅې روانې دي


د بلخ ولایت چارواکي وايي چې د طالبانو په وسیله د ۲۵ تنو برمته شویو مسافرو د خوشې کېدو هڅې روانې دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي څو برمته شوي مسافر د قومي مشرانو په منځنګړیتوب او له طالبانو سره د مذاکرې له لارې خوشې کړي.

هغه وويل، که د دولت ضد وسله‌والو سره د قومي مخورو دا خبرې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې، دوی به په نظامي اقدام لاس پورې کړي.

منیر فرهاد
منیر فرهاد

فرهاد په دې اړه ووېل:

"د سیمې مخورو او مشرانو منځګړيتوب کړی او هڅې کوو چې دا کسان ژر خوشې شي، که یادې خبرې بې‌نتیجې وې، بیا به موږ له پوځي ځواکه کار واخلو."

د سرپل له بلخاب ولسوالۍ د بلخ پر لوري روان دوه فلانکوچ ډوله موتړ چې ښځینه سپرلۍ په‌کې هم وې، د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په اق کپرک سیمه کې تېره ورځ طالب وسله‌والو درولي او یوازې یې ۲۵ تنه نارینه مسافر چې په‌کې د بلخاب ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو ۳ قوماندانان هم شامل وو، نامعلوم ځای ته انتقال کړي دي.

ویل کېږي چې د یادو موټرو تر توقف مخکې د وسله‌والو طالبانو په ډزو کې یوه ښځینه مسافره ټپي شوې هم ده.

د بلخ ولایت اوسېدونکي له دولته د مزار-سرپل لارې د امنیت د خوندي کېدو غوښتنه کوي او وايي چې برمته شوي کسان باید ژر خوشې شي.

د مزار شریف دوه تنه اوسېدونکي وايي:

"زما نوم حامد رسولي دی، د مزار-سرپل لاره نا امنه ده، دولت باید د مسافرو د خوشې کېدو په اړه هڅې وکړي او هغوی خوشې کړي."

"زما نوم نجیب دی، له بلخ ولایته، د مسافرو د خوشې کېدو په اړه باید حکومت لازم اقدامات ترسره کړي، دا اړینه ده چې برمته شوي کسان له کومې صدمې لېدو پرته ازاد شي."

د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان درانی وايي چې د سرپل-مزار غرنۍ لاره په امن کې ده او هلته د ملي پولیسو پوستې او تم ځایونه شتون لري.

طالب وسله‌والو ازادي راډیو سره په خبرو کې یوازې د بلخاب ولسوالۍ د ۳ سیمه‌ییزو پولیسو د غړو د برمته کېدو پړه پر غاړه اخیستې ده.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی ​

XS
SM
MD
LG