د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

ایا افغانستان لا هم د ښځو لپاره د ژوند کولو بدترین هېواد دی؟


په افغانستان کې د اکسفام کورداید مؤسسه وایي، لا هم افغانستان د ښځو لپاره د ژوند کولو بدترین هېواد دی.

په افغانستان کې د اکسفام کورداید په نوم د ښځو مؤسسې مسؤلین وايي چې افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه د ښځو لپاره بد هېواد ګڼل کېږي او اړتیا ده چې په دې برخه کې زیات کار وشي.

د دغې مؤسسې مشر یاپ نان هېدرين دا خبرې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۷» د ښځو، سولې، امنیت او عدالت لپاره د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک د موادو پلي کولو په غونډه کې وکړې.

ده وویل:

"زه غواړم ووایم چې د امنېسټي نړیوالې مؤسسې له لوري یوه سروې چې په دې وروستیو کې خپره شوې، ښيي چې افغانستان لا هم د ښځو لپاره د نړۍ په کچه بدترین هېواد دی، نو په دې اساس موږ باید په مستقیم ډول دې برخې ته کار او پاملرنه وکړو، تر څو افغان ښځې پرمختګ وکړي."

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت دا ردوي او وایي چې په افغانستان کې د ښځو په ژوند کې د پخوا په پرتله زیات پرمختګونه شوي چې په ټولو برخو کې د ښځو ونډه ورسره ډاګیزه شوې ده.

د یاد وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دغه خبره ردوو، په دې اساس چې د څلورو کلونو په لړ کې د افغان ښځو په ژوند کې زیات تحولات رامنځته شوي، په پارلمان کې د ښځو شمېر ۲۷ سلنه، په ملکي خدماتو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر ۲۶ سلنه، ۱۰ سلنه په دولتي اداراتو کې قردادي کار کوي، له ۱۰ سلنې زیاتې ښځې په سترو او ملي حکومتي مسایلو په تصمیم‌ګیرۍ کې ونډه لري، د سولې په عالي شورا کې هم ښځې د پام وړ ونډه لري، نن افغان حکومت د ښځو له سلا مشورو پرته هېڅ سترې پرېکړې نه‌کوي چې دا ټول ښيي چې د افغان ښځو په ژوند کې څومره تحولات راغلي."

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله له ښځو سره د تاوتریخوالي په ثبت شویو قضیو کې کموالی راغلی دی.

د دې وزارت د معلوماتو پر اساس، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو د تاوتریخوالي ۱۸۲۶ قضیې ورسره ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله کمې دي.

د ښځو چارو وزارت ویلي چې د سږ کال په قضیو کې تر ډېره وهل ډبول او د کورني تاوتریخوالي له کبله د ځان وژنې پېښې ثبت شوي چې لاملونه‌یې فقر، کلتوري او اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي.

له دې سره په شمال زون کې د افغان ښځو شبکې مشره معصومه رحیمي چې د غونډې بله ګډونواله ده، وایي چې د پایتخت په پرتله په ولایتونو کې ښځې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

اغلې رحیمي وویل:

"زموږ د ګروپي کارونو موندنې دا ښيي چې په شپږو ولایتونو کې په ښوونځيو کې ښځینه ښوونکې کمې دي، د پولیسو په لیکو کې له نارینه پولیسو شکایتونه لري، په ولایتونو کې ښځینه قاضيانې د ګوتو په شمار دي او په ولایتونو کې سیاسي ګډون د ښځو کم دی."

د اکسفام کورداید مؤسسې د هالند حکومت په استازیتوب له افغان حکومت سره ژمنه وکړه چې د ښځو د ژوند پرمختګ او بهبود لپاره مرستو ته چمتو دي او ټنیګار یې وکړ چې د یادې مؤسسې د کاري پلان له مخې به د افغان ښځو امنیت او عدالت ته لاسرسی پیاوړی کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG