د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۷

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اېمرجینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې اېمرجینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان اېمرجینګ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ‌وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره‌یې په ۴۱،۴ اورونو کې ملي لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو هدف ورکړ.

ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ چې نجیب‌الله ترکي ۵۱، حشمت‌الله شاهدي ۵۰ او جاوېد احمدي ۳۹ منډې ترلاسه کړې.

د اېمرجینګ په توپ اچوونکو کې شمس‌الرحمن ۳ لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده چې دغه تمریناتي لوبې د هندوستان په چنای ښار کې روانې دي چې ملي لوبډله د راتلونکو سیالیو لپاره او اېمرجینګ لوبډله د اسیا جام اېمرجینګ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG