د کندز پولیس وايي، دا لومړی ځل دی چې دوی د دې ولایت په پوځي قطعاتو او جزتامونو کې د پوځي تورو ښیښو لرونکو موټرو د هندارو د پاکولو کمپاين پیلوي او تر اوسهیې د لسګونه پوځي وسایطو تورې هندارې پاکې کړې دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر صفيالله محزون پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د قانون د پلي کولو په خاطر موږ غواړو دا ځل لومړی دغه کمپاین د پولیسو په منسوبینو پلي کړو او د پوځي جزتامونو ټولو منسوبینو ته خبرداری ورکوو چې د خپلو د وسایطو تورې ښیښې پاکې کړي او پرته له هغه له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي."
ښاغلی محزون زیاتوي چې په دوهم ګام کې دغه روان کمپاین په ښار کې پلی کوي او له مخې په ښار کې د ټولو عامو وګړو د موټرو تورې ښیښې پاکوي، څو په ښار کې د بېبندوبارو افرادو د او غیر مسؤله وسلهوالو د تګ راتګ مخه ونیول شي.
دی وايي:
"موږ دغهراز د کندز له شریفو خلکو څخه غواړو چې د خپلو موټرو ښیښې سپينې کړي، څو پولیس وکولای شي په ښار کې د جنايي جرمونو، اخطافونو او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي."
په ورته وخت کې د کندز اوسېدونکي هم د پولیسو له دې کاره هرکلۍ او ملاتړ کوي او دغهراز زیاتوي چې دوی د امنیت او ثبات تأمنیولو په خاطر له پولیسو سره هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.
د نوموړي ولایت دوو تنو اوسېدونکو احمدالله او عالم ګل پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ د پولیسو له دې کمپاینه ملاتړ کوو، څو په ښار کې د مشکوکو اشخاصو مخه ونیول شي، خو د امنیتي ارګانونو چارواکي د امنيت د لاټينګولو په هدف بايد له دې سربېره نور ګامونه هم پورته کړي."
"پولیسو دا ځل دغه کمپاین له پوځي جزتامونو څخه پیل کړی او بیا وروسته په عامو خلکو هم دغه کمپاین پلی کېږي، ځکه اکثره اختطافونه، غیر قانوني او ترهګریز فعالیتونه په همدې تورو ښیښو لرونکو موټرو کې ترسره کېږي."
د کندز پولیس په داسې حال کې پهدې ولایت کې د موټرو د تورو ښیښو پاکولو د کمپاین خبر ورکوي چې له دې وړاندې د دغه ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو ویلي و چې غیر مسؤله وسلهوال او مافیايي ډلې په تورو ښیښو لرونکو موټرو کې تګ راتګ کوي او په ښار کې د اختطاف، بېنظمۍ او بېلابېلو جرمونو سبب شوي دي.
راپور: اجمل ارین