د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پښتون لوبغاړي یاسر شاه د عمران خان ریکارډ مات کړ


د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پښتون لوبغاړی یاسر شاه
د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پښتون لوبغاړی یاسر شاه

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړي یاسر شاه په یوه ټېسټ‌لوبه کې د ډېرو وېکټو په اخیستو د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي عمران خان ریکارډ مات کړ.

نوموړي دا ریکارډ د سې شنبې په ورځ "د نومبر په ۲۷مه" په دُبۍ کې د نیوزیلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې پر خلاف په ټېسټ‌لوبه کې مات کړ.

یاسر شاه د دغې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼه کې ۶ او په دوهم هغه کې یې د نیوزیلنډ ۸ لوبغاړي وسوځول چې په دې توګه‌یې په یوه ټېسټ‌لوبه کې ټول‌ټال ۱۴ وېکټې واخیستې.

دا په تېرو ۳۶ کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کوم بالر په یوه ټېسټ‌لوبه کې ۱۴ وېکټې اخلي.

عمران خان
عمران خان

تر دې مخکې دا ریکارډ د پاکستان د کرکټ له پخواني لوبغاړي او کپټان عمران خان سره و.

یاسر شاه د خپل دغه ریکارډ په اړه ويلي:

"ډېر خوشحاله یم، دا زما د ژوند تر ټولو غوره لوبه وه. ما د داسې بالېنګ تصور هم نه‌و کړی."

د پاکستان او د نیوزیلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ‌لوبو د لړۍ دوهمه لوبه په دُبۍ کې وشوه چې پاکستان په‌کې نیوزیلنډ ته د یاسر شاه د ښه بالېنګ پر مټ د یوه اننګز او ۱۶ منډو ماتې ورکړه.

شاه په دغه سیالۍ کې د ۱۸۴ منډو په ورکولو ۱۴ وېکټې واخیستې چې له امله‌یې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پاکستانۍ لوبډلې په‌دغه سیالۍ کې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه او لومړی اننګز کې په ۴۱۸ منډو ختم «ډکلیر» کړی و چې په نتیجه کې یې د نیوزیلنډ ټول لوبغاړي یوازې تر ۹۰ منډو وروسته اوټ شول.

د ټېسټ‌لوبو د اصولو له مخې، د نیوزیلنډ لوبډله په فالو ان مجبوره شوه، خو دغه لوبډله ونه‌توانېده چې په دوهم اننګز کې د ۳۲۸ منډو په جوړولو د پاکستان د لومړي اننګز منډې ورپوره کړي.

دغه لوبډلې په خپل دوهم اننګز کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو، د روس ټیلر، نیتهم او هینري نیکولس د نیمه سلیزو پر مټ یوازې ۳۱۲ منډې وکړې او لوبه‌یې په یوه اننګز او ۱۶ منډو وبایلله.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او نیوزیلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ په عربي اماراتو کې د ۲ ټېسټ‌لوبو لړۍ ۱-۱ برابره شوه.

د دغه لړۍ لومړۍ سیالۍ نیوزیلنډ ګټلې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG