د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

افغان حکومت: د سولې په اړه د عمران خان وروستۍ خبرې ګټورې دي، خو عمل پرې مهم دی


افغان حکومت د پاکستان له صدراعظم عمران خانه غواړي چې په خپلو تازه څرګندونو چې د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې په اړه يې کړي دي، عمل وکړي.

که څه هم د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې په اړه د پاکستان د صدراعظم تازه څرګندونې د افغان چارواکو له هرکلي سره مخ شوي، خو دوی وايي چې په دې برخه کې عملي اقداماتو ته اړتیا ده.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې له دې وړاندې هم اسلام اباد ورته څرګندونې درلودې، خو عملي بڼه يې خپله نه کړه.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د عمران خان څرګندونې رغوونکې وبللې، خو ويې ویل، مهمه دا ده چې د پاکستان پوځیان هم په دغو خبرو عمل وکړي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

دی وایي:

"د عمران خان څرګندونې ښې دي، خو نوموړی شاید د پوځ د لیدلوري خلاف سیاست ته د داخلېدو صلاحیت ونه لري، ځکه په تېره کې تجربو ثابته کړې ده، خو دا ځل موږ هیله لرو چې هغه څه چې عمران خان ویلي، د پاکستان پوځ دې یې هم تعقیب کړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه د پاکستان صدراعظم عمران خان وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې نور د پردیو لپاره جګړه نه کوي او د افغانستان د سولې له پروسې سره به مرسته وکړي.

د مسیر ویب پاڼې د راپور پر بنسټ، ښاغلي خان همدا شان ټینګار کړی چې د افغانستان سوله د پاکستان د ثبات لپاره ډېره مهمه ده.

د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه تر بل هر وخت هلې ځلې تېزې شوي، حتی د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په راتلونکو څو میاشتو کې له وسله والو طالبانو سره د سولې د توافق هیله ښودلې ده.

افغان ولسمشر غني هم ویلي چې افغانستان سولې ته نېږدې شوی او حتی د وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مشورتي بورډ د جوړولو کارونه به هم ډېر ژر پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم د عمران خان وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وايي، اسلام اباد په تېرو کلونو کې له امریکا ډېرې زیاتې پیسې اخیستي او مجبور دی چې د افغانستان د سولې په اړه د متحده ایالاتو له موقفه ملاتړ وکړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

ده زیاته کړه:

"پاکستان د افغانستان د جګړې د بریا په هدف له امریکا ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کړي دي، اوس دوی مجبور دي چې د هغو پیسو په بدل کې د امریکا له ماموریت سره همکاري وکړي، نو کله چې د افغانستان د سولې مسئله مطرح کېږي، عمران خان هم بله چاره نه لري، مګر دا چې د امریکا دا مامویت بریالی کړي."

افغان حکومت له دې وړاندې بار بار ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د سیمې په ځانګړي ډول، د ګاونډيو هېوادونو مرسته اړینه ده او د افغانستان سوله کولای شي چې د سیمې د ثبات لامل هم وګرځي.

خو هغه څه چې افغان حکومت يې تل د انتقاد په ډول وايي، د افغان سولې په اړه د پاکستان د خبرو او عمل تر منځ واټن دی، ځکه کابل باور لري چې تر دې دمه اسلام اباد د افغانستان د سولې په برخه کې رښتیني همکاري نه ده کړې.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG