د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۵ میاشتو کې د افغان پوځیانو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ جګړو کې اوښتې ده.
نوموړي دا ونه ویل چې په دغه موده کې افغان سرتېرو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې.
بل خوا په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین خبر ورکوي چې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو مرکز له منځه وړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: