د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیید کړه چې سیمهییز قوماندان عبدالغني علي پور له توقیفه په ضمانت خوشې شوی دی.
نوموړی چې د یوې غیر مسوله والې ډلې په لرلو او د خلکو په ځورولو او په زوره د پیسو په اخېستو تورن دی، د نیول کېدو په وړاندې یې پلویانو د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې قهرجنې مظاهرې وکړې.
د کابل په مظاهرو کې د اخ و ډب په ترڅ کې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول.
د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري پهدې اړه د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له مرستیال ویاند نصرت رحیمي سره مرکه کړې ده.
ښاغلی رحیمي په پیل کې د عبدالغني علي پور د خوشې کېدو په اړه وایي: