د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د کابل پولیس او لاریونوال یو بل په مظاهره کې پر تاوتریخوالي تورنوي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او مظاهره کوونکي د کابل په وروستیو مظاهرو کې د یوه بل له منځه د لسګونو ټپیانو خبر ورکوي.

په کابل کې د یوه سیمه ییز قوماندان د نیول کېدو په غبرګون مظاهرو دوهمه ورځ هم دوام درلود.

پولیس او مظاهره کوونکي وايي، دا مظاهرې له تاوتریخوالي سره ملې وې.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل د دغو مظاهرو په نتیجه کې ۴۴ پولیس په وهلو او ۴ نور په مرمیو ټپي شوي دي.

دی وايي د مظاهره کوونکو له منځه ځينو فرصت غوښتونکو د پولیسو اته پوستې او د ملي اردو د جلب او جذب درېیو مرکزونو ته اور اچولی دی.

ښاغلی ابراهیمي وايي، مظاهره کوونکو له هغو وسلو ګټه پورته کړې چې له دې وړاندې امنیتي بنسټونو د کابل په لوېدیځ کې د امنیت د ټینګښت په خاطر وېشلې وې.

ده وویل:

"مونږ همدې اهل تشیع وروڼو ته همدا اوس هم وسلې ورکړي دي او ورته میاشتنی معاش هم ورکوو، تر څو د جوماتونو او تکیه خونو امنیت وساتي، دې کسانو له همدې وسلو څخه په استفادې له فرصت غوښتونکو خلکو سره یو ځای شول او په امنیتي پوستو يې حملې وکړې چې د لارې په اوږدو کې وې، دغو کسانو حتی په ۱۸مه

۱۳مه او شپږمه امنیتي حوزو حملې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي چې د مظاهرو له کبله د پولیسو ۱۹ موټر ویجاړ شوي دي.

په کابل کې د نننیو تاوتريخوالو څنډې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:32 0:00

په ورته وخت کې یو شمېر مظاهره کوونکي ادعا کوي چې پولیسو د دوی پر وړاندې وسله استعمال کړې چې په نتیجه کې يې څلور کسان وژل شوي دي.

د دوی له منځه امیر یګانه عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د ټپیانو شمېر ډېر زیات دی او له ۵۰ اوړي، خو په وژل شویو کسانو کې یوه زده کوونکې جلۍ ده چې د پولیسو په ډزو ویشتل شوې، د ملي اردو یو سرتېری و چې په رخصتیو و او ووژل شو او د دوو نورو کسانو مړي په سړک پراته وو چې هویت یې راته معلوم نه شو."

د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د کابل د ځينو اوسېدونکو له خوا هغه وخت مظاهرو زور واخیست چې امنیتي ځواکونو د میدان وردګو یو سیمه ییز قوماندان عبدالغني علي پور ونیوه.

مظاهره کوونکي ادعا کوي چې علي پور له خلکو څخه د دفاع په خاطر د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جنګېدلی دی.

ځينو رسنیو خبر ورکړی چې مظاهره کوونکي په دوهمه ورځد جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش د کور شااوخوا راټول وو.

د ځينو رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي سرور دانش مظاهره چیان حوصله مندۍ ته رابللي او ویلي يې دي چې د خلکو ځينو استازي له چارواکو سره په خبرو لګیا دي، تر څو د علي پور قضیه په سوله ییز شکل حل کړي.

سرور دانش
سرور دانش

د مظاهره کوونکو په وینا، د علي پور تر خلاصېدو پورې به له خپلو مظاهرو په شا نشي.

خو علي پور څوک دی؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزات امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي وايي، عبدالغني علي پور د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د ۳۰۰ غیر مسؤلو وسله والو قوماندان دی.

د ده په وینا، علي پور د جهاد پر مهال یو عادي وسله لرونکی کس و او له هغې وروسته يې د کوټه سنګي او دیارلسمې ناحیې ترمنځ موټر چلاوه او له هغې وروسته يې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې یو غیر مسؤل وسله وال ګروپ جوړ کړ.

ښاغلی ابراهیمي وايي، دغه کس په څو لویو لارو کې خپل کسان ګمارلي وو، تر څو د سوداګریزو مالونو د لېږد او سړک جوړولو له ځينو شرکتونو باج واخلي.

د کورنیو چارو وزارت علي پور نومي نیول شوی قوماندان په ځينو انسان تښتونکو پېښو کې په لاس لرلو هم تورنوي.

له دې سره د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي هم د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال سره په ګډه خبري غونډه کې مظاهره کوونکي حوصله مندۍ ته ور وبلل او ويې ویل چې مظاهره کوونکي باید د عدلي او قضايي بنسټونو پرېکړې ته انتظار وباسي.

د ده په وینا، که علي پور بې ګناه ثابت شي، نو خوشې به شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وايي، علي پور تر اوسه د ملي امنیت په توقیف خونه کې دی او دوسیه يې لويې څارنوالۍ ته سپارل کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG