د روسیې جنګي الوتکو پرون د سوریې په شمال کې د حکومت د مخالفینو پر سیمو هوايي بریدونه وکړل.
د سوریې وسلهوال ملېشه چې د کیمیاوي ګازو د برید تور ردوي د سوریې حکومتیې تورن کړی چې د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب په سپټمبر میاشت کې د اوربند شوې موافقه زیانمنوي.
په کومو سیمو چې د روسیې جنګي الوتکو تازه هوايي بریدونه کړي د حکومت مخالف ملېشه او هغه تُندلاري اوسېږي چې له جنګه لاس په سر شوي.
د روسیې د پوځ ویاند جنرال ایګور کوناشینکوف پرون یکشنبه په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې مخالفینو په حلب کې زهري ګاز کارولي او روسي پوځیانو یې هم سنګرونه د سوریې په شمال کې ویشتي دي.
جنرال کوناشینکوف ویلي:
"روسي الوتکو د ترورېستانو په دقیقو اهدافو بمبار وکړ، هغه ځایونهیې وویشتل له کومه ځایه چې د حلب په ملکیانو له کیمیاوي موادو ډک هاوانونه ویشتل شوي وو."
د فرانسې خبري اژانس بیا وايي، د سوریې په شمال کې د روسیې دا هوايي بریدونه او د هاوانونو وارول د سپټمبر میاشتې د اوربند له تړونه جدي سرغړونه ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ادارې او ثیقه خبري اژانس ویلي، د روسیې جنګي الوتکو د حلب په جنوب او لوېدیځ کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمې هدف ګرځولي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا هم راپور ورکړی چې سوري پوځیانو حلب ته نږدې د مخالفینو د سنګرونو په بمبار سره هغوی ته ګڼ تلفات اړولي دي.
د سوریې حکومت ویلي، د حلب په شااوخوا کې مېشتو مخالفو ملېشو د شنبې په ورځ ناوخته د حلب ښار په درېیو سیمو داسې هاوانونه وتوغول چې له کیمیاوي ګازو ډک وو.
د روسیې پوځ ویلي، پر حلب لګېدلي هاوانونه د کلورین کیمیاوي موادو وو او متخصصین زیانمنو شویو سیمو ته لېږل شوي، څو لا زیاتې څېړنې وکړي.
مخالفو ملېشو د کیمیاوي ګازو دا برید رد کړی او د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون هم پرون خبریالانو ته وویل چې د دې برید په اړه پوره ډاډمن نهدی.
دی وايي:
"دې حملې او د کیمیاوي ګازو کارونې ته اشاره کوئ، خو موږ پهدې اړه د تبصرې لپاره بشپړ معلومات نهلرو مخصوصاً چې دا معلومات د روسیې لهخوا هم وړاندې شوي وي. زه غواړم ټینګار وکړم چې د کیمیاوي وسلو کارونه که د هر چا لهخوا وي، فرانسهیې غندي. هیلهمند یم کوم کسان چې د ورته بریدونو راپور ورکوي د کیمیاوي وسلو د نهکارونې له نړیوالې ادارې سره په هاګ کې خپل معلومات شریک کړي، څو موضوع روښانه او د عاملینو پر ضد اقدام وشي."
د سوریې د روغتیا برخې یوه مقام ویلي، د هغو ۱۰۵ کسانو له ډلې چې د شنبې په ورځ ناوخته تر مشکوکې کیمیاوي حملې وروسته روغتون ته انتقال شوي ۱۵ کسانیې لا هم بستري دي او پاتې نور یې رخصت شوي.
خو د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، ۳۱ کسان لا هم په روغتونونو کې پاتې دي.
د ترکیې د دفاع وزارت هم ویلي چې دفاع وزیر هولوسي اکار به د سوریې د وروستیو پېښو په اړه د روسیې له دفاع وزیر سرګي شوېګو سره ټیلیفوني خبرې وکړي.
راپور: صفيالله ستانکزی