د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۲

عبدالله: ټولې ډلې دې له سیاسي او سوله ییزې لارې د غوښتنو لپاره مبارزه وکړي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس له ټولو ډلو او کړیو غواړي چې له سیاسي او سوله ییزې لارې دې د خپلو غوښتنو لپاره مبارزه وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، هیله لري چې ټولې ډلې او کړۍ لومړی په سیاسي بهیر کې شاملې او له هغه وروسته دې د خپل فکر او دریځ لپاره له سیاسي او سوله ییزې لارې مبارزه وکړي.

عبدالله عبدالله په کابل کې د يو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د افغان امنیتي مسؤلینو سره په يوه ځانګړې ناسته کې وویل چې له انتخاباتو پرته په افغانستان کې روان سیاسي بهیر خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ده وویل:

"د سیاسي بهیر د دوام لار انتخابات او د انتخاباتو ترسره کېدل دي، کله چې انتخابات له مخې لېرې کړو، نو د تېرو کلونو لاسته راوړنې او سیاسي بهیر خپل مشروعیت له لاسه ورکوي، زمو هیله مندي طبعاً همدا ده، هر څوک چې په هر سیاسي فکر، په هرځای کې، په هر نوم وي، سیاسي بهیر کې دي شامل شي او په دغه بهیر کې دې د خپل فکر او نظر لپاره له سیاسي او سوله ییزې لارې مبارزه وکړي."

ښاغلي عبدالله د موقت حکومت په اړه بحثونه مردود او غېر عملي وبلل او ويې ویل چې د افغانستان خلک نه غواړي چې شاتګ وکړي.

د نوموړي په خبره، پرته له انتخاباتو د سیاسي بهیر د دوام لپاره بله حل لار نشته او ټول باید دغه ملي بهیر ته ژمن پاتې شي.

عبدالله عبدالله وویل، دا چې افغانان ولې تر دې مهاله سولې ته نه دي رسېدلي او جنګ دوام لري، لامل یې د وسله والو ډلو جنګ طلبي ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د سولې د خبرو لپاره د یوه سیاسي چوکاټ په ترڅ کې وسله‌ وال طالبان د یوې سیاسې ډلې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي او خپل دفتر پرانیستلای شي.

خو وسله ‌وال طالبان چې د افغانستان د دولت د جګړې مهم لوری دی، دغه دولت په رسمیت نه ‌پېژني او تر اوسه ‌یې ورسره له خبرو کولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې که د سولې خبرې کوي، هغه به له امریکا سره وي، نه د افغانستان له حکومت سره.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، افغانستان او سیمه د یو بدلون په حال کې دي او افغانستان د طالبیزم سیاست ته روان دی.

ښاغلي سپنتا دغه څرګندونې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټيوټ کې چې د افغانستان او هند د دفاعي او امنیتي انسټیټيوټ له لوري رابلل شوې غونډه کې وکړې او ویې ویل چې که افغانان یې وغواړي او که یې ونه غواړي، دا نه په شا کېدونکی بدلون را روان دی.

خو له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافی بیا په دې باور دی چې د وسله والو مخالفینو او حکومت ترمنځ له موافقې پرته ناشونې ده چې مخالفین دې سوله ییزې مبارزې ته داخل شي.

ودیر صافی
ودیر صافی

دی زیاتوي:

"دا وړاندیز هېڅ معنا نه لري، اشرف غني او عبدالله له خپل اړخه شخصي فرمایش نشي ورکولای چې مخالفین دې راشي او له سیاسي لارې دې واک ته ورسېږي، تر کومې چې د اوربند او د جګړې د ختمولو هوکړه نه وي شوي، داسې څه ممکن نه دي، بلکې د حل لاره سیاسي مذاکرات او خبرې اترې دي."

ښاغلی صافی وايي، د افغان حکومت د مشرانو دا شان څرګندونې کومه ګټه نه لري، ځکه د ده خبره، تر کومې چې د سولې خبرې يوې نتیجې ته و نه رسېږي، د حکومت مخالفې ډلې په ځانګړې توګه، طالبان سیاسي او سوله ییزې مبارزې ته نه راځي.

راپور: محمد واصل وصال

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG