د اروپایي اتحادیې مشرانو هغه دوه مهم سندونه تصویب کړل چې له مخې یې راتلونکی کال بریتانیا له دې اتحادیې وځي.
د اروپایي شورا مشر ډونالد توسک نن یکشنبه په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړو د مشرانو ترغونډې وروسته چې څه کم یو ساعت یې دوام وکړ، دغه اعلان وکړ.
ترغونډې وروسته د لیتوانیا ولسمشرې دالیا ګریباوسکیات وویل، د بریکزیت موافقه تأیید شوه، خو د بریکزیت د وتلو پروسه به ډېر وخت ونیسي.
د اروپایي اتحادیې مشرانو نن په بروکسل کې په سرمشریزه کې یو ۵۸۵ مخیز سند چې له دې اتحادیې د بریتانیا د وتلو د شرایطو جزیات پکې شامل دي او هم یوه سیاسي اعلامیه تصویب کړل.
د تصویب شوي سند له مخې، بریتانیا د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۹ مه له اروپایي اتحادیي وځې او په تصویب شوې سیاسي اعلامیه کې هم د لندن او بروکسل ترمنځ د راتلونکو اړیکو او ګډو اهدافو په اړه موارد روښانه شوي دي.
خو له دې سره سره دغه سندونه د بریتانیا د پارلمان له خوا منظورۍ ته هم اړتیا لري.
په پارلمان کې د مې د محافظه کاره ګوند په شمول، یو شمېرغړو بیا ویلي چې دوی به د دغه سند پرضد رأیې ورکړي.
د بروکسل سرمشریزه وروسته له هغې ډاډمنه شوه چې په وروستیو شېبو کې د مادرید د غوښتنو په اړه چې د جبل الطارق د راتلونکې په اړه دې خبرې وشي، یوه موافقه ترلاسه شوه.
تر دغې موافقې وروسته د هسپانیا صدراعظم له خپلې هغې خبرې په شاه شو چې ګواښ یې کړی و چې که د جبل الطارق د راتلونکې په اړه خبرې ونشي، دی به د بریکزیت موافقه ویټو کړي.
په شوې موافقه کې بریتانیا او د اروپایي اتحادیې چارواکو په دې اړه هسپانیا ته لیکلي ضمانتونه ورکړي دي.
جبل الطارق چې څه کم اووه کلیومتره مساحت لري او د ایبریا د ټاپووزمې په جنوبي څنډه کې کې پروت دی، څه باندې درې سوه کاله مخکې بریتانیا له هسپانیې د جګړې په ترڅ کې لاندی کړی دی.